پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې یو پاکستانی او خور ېې له ۲۳زره نیشه یي توکیو...

کابل کې یو پاکستانی او خور ېې له ۲۳زره نیشه یي توکیو سره نیول شوي

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏‏د طالبانو د رژيم کورنیو چارو وزارت په کابل کې د ۲۳زره نيشه يي توکيو د کاروبار په تور د دوو پاکستاني اتباعو د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي،چې دغو کسانو له څو کلونو راهيسې په کابل ښار کې د نيشه يي ګوليو کاروبار کاوه.

په يوه خپره شوې ویډیو کې دغو نیول شویو اتباعو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

په یوه بله اعلاميه کې طالبانو ویلي ،چې انسان تښتونې د یوې مهمې ډلې دوه غړي ېې د کابل په اتمه ناحیه کې نیولي دي.

طالبانو خپلو عدلي او قضايي ارګانونو ته د يادو کسانو د معرفي کولو خبر هم ورکړی.

د طالبانو له واکمنيدو سره د اقتصادي ناورين او وزګارتیا د زياتوالي له کبله د جنایي او نورو جرمونو د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...