Homeخبرونهله ازبکستان،چین او قرغیزستان سره د افغانستان دهليز رامنځته شو

له ازبکستان،چین او قرغیزستان سره د افغانستان دهليز رامنځته شو

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏‏ په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره وايي،چې د افغانستان، ازبکستان، چین او ‎قرغزستان ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځ ته شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په دې اړه لیکلي،چې دیاد دهیلز له لارې به سوداګریز توکي له ‎چین قرغزستان ته له قرغزستان ‎ازبکستان ته او د ازبکستان اوسپنۍ پټلۍ له لارې به د ‎افغانستان هرات ته رسېږي.

طالب مسوولین وايي، چې د افغانستان تولیدات او ترانزیت به له یاد اقتصادي دهیلز څخه په گټه اخیستنې تر چین پورې په لنډو ورځو کې رسېږي.

طالبانو د ياد شوي دهليز په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...