Homeخبرونهکابل کې د چورلکې سقوط؛۳تنه وژل شوي او ۵نور ټپیان دي

کابل کې د چورلکې سقوط؛۳تنه وژل شوي او ۵نور ټپیان دي

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏‏د طالبانو د ادارې دفاع وزارت په کابل کې د دوی د يوې اړوندې امریکايي الوتکې د سقوط خبر تایید کړی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«نن له ماسپښين وروسته يوه امريکايي “Black Hawk” ډوله چورلکه چې پيلوټانو د ښوونې لپاره الوتنه ور کړې وه، د تخنيکي ستونزې له امله د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې لوېدلې ده، له بده مرغه په دغه پېښه کې دوه پيلوټ او يو خدمه شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.»

د دغې پېښې په اړه د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو څه نه دي ويلي.

طالبانو په پېښه خواشیني ښودلې او د زيانمنو له کورنيو سره ېې غمرازي څرګنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...