جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهط-لب مبلغ مبین:د ښځينه ښوونځيو د پرانيستلو د ملاتړ په سر په...

ط-لب مبلغ مبین:د ښځينه ښوونځيو د پرانيستلو د ملاتړ په سر په مرګ او زندان وګواښل شوم

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏‏د طالبانو يو مشهور مطبوعاتي مبلغ او د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د دوی مخکینی وياند مبین، چې په جنرال مبین ېې ځان مشهور کړی، ادعا کوي چې ځينو طالب مشرانو د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو د ملاتړ له کبله په مرګ او زندان ګواښلی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«دوه کاله مخکې مې په رسنیو کې خپله استعفی اعلان کړه. هغه وخت چارواکو راته وویل چې کار ته دې دوام ورکړه، اوس مې د غږ د چوپ کولو لپاره په مرګ او زندان ګواښي، آفرین.»

دغه طالب ویاند نه دي ويلي،چې کومو طالب مشرانو په مرګ او زندان ګواښلی دی.

د دغه طالب مبلغ یادې څرګندونې په داسې حال کې دي،چې نن په پکتیا کې د طالبانو له لوري د ښځينه ښوونځيو د بیرته تړلو خبرونه ورکړل شوي.

په پکتیا کې د معارف ځايي چارواکو د ولسي مشرانو په غوښتنه او د حقاني شبکې په ملاتړ له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ټولګيو تړل شوي ښوونځي بيرته پرانيستي وو.

د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد د دې کار په غبرګون کې ویلي،چې د دوی د پوهنې وزارت له چارواکو پرته څوک د ښوونځيو د پرانيستلو حق نه لري.

له دې څرګندونو وروسته،د طالبانو جنګياليو نن د پکتيا له ښځینه ښوونځيو نجونې بیرته وشړلې،چې هغوی یې په غبرګون کې لاريون وکړ.

د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاين پيل شوی،چې یو شمېر طالب چارواکو هم ګډون پکې کړی.

د طالبانو منتقدینو له طالب چارواکو پوښتلي،چې د ټولنیزو رسنیو په کمپاينونو کې د ګډون پر ځای ملت ته دا روښانه کړي،چې د نجونو ښوونځي له یوه کال راهیسې چا او په کوم دلیل تړلي دي ؟

2 COMMENTS

  1. تاندته مو پخوا ویلی و چی دطالبانو مینځ کی دژبی سیمی په پلمه دنفاق اچولو هڅه مه کوئ او دخپلی ګیډې خبری مه کوئ کنه ستاسو چاپلوسه ، مضره څیره رسوا کوو. خو لکه چی په سمه نه پوهیږی .
    داښکرور دروغ دی. دا لیکنه دتاند دګیډ ې راوتلې ده.
    په جمهوریت کې داشرف غنی یو ډیربې عقل او چاپلوس مشاور دتاند دچلوونکو سخه یو و. اوس یې دنده لاس نه وتلې ده فکر کوی چی ددوی په ټسونو لیکونو دطالبانو په لیکو دبی اتفاقی په رامینځ ته کولو به یو ځل بیاکومه رتبه او چوکۍ اخیستلا شی. ود سیرلی چاپلوس زامنو! طالبان منافق په قبر کې پیژنی
    تاندیان سو منافق وروڼه دې چې خپلې دندې یې په همدې چاپلوسی او منافقت ساتالې دې. غل ته وای غلا کوه دکور څختن ته وایی بیداره اوسه

    • سپږنه بدبودراره دلته دې هم بوي راورسېده. تاند کومه خبره له ګېډې کړې ده؟ هغه دې په ګوته کړې نه ده او غپار دې وکړ. تاند د جنرال موبين خبرې دلته نقل کړې دي چې هغه پر ټويټر او نورو رسنيو کړې دي. نور څه ثبوت غواړې ؟ هغه نورو تالبانو چې کړې دي، پر هغې هم ته پوره خبر يې خو دروغ ګويي چې ستاسو يوه زوروره جهاتي وسله ډه ، له هغې څخه په بې شرمۍ سره کار اخلې. د زبيوله خبره هم په رسنيو شته. پاتې شوه د نجونو د پاڅون خبره، وډيو چې څنګه ټولې نړۍ کتلې ده، نا هم کتلې ده. خبره دا ده چې نور غول در کې سره دي اوس په ټيزونو غول نه شئ پټولئ. ستاسو په خلاف پاخون ژر کېدونکی دی، تکړه شئ که يې لار نيولی شئ ‌‌.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب