جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسیه:د دښمنانو منفي د هڅو سره بیا هم ط-انو سره زموږ اړيکې...

روسیه:د دښمنانو منفي د هڅو سره بیا هم ط-انو سره زموږ اړيکې نه اغېزمنیږي

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا وايي،چې د دوی او پر کابل د حاکمو طالبانو اړیکې به د دښمنانو د منفي هڅو سره ېې بیا هم خرابې نه شي.

روسۍ ویاندې په کابل کې د دوی پر سفارت د داعش ډلې د تېرې اونۍ بريد ته په اشارې ویلي،چې په ياد شوي برید حیران شوي نه دي،ځکه د دوی او افغانستان د اړیکو دښمنان همداسې کارونه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرته له دې چې د امريکا او متحدينو مشخص نوم یې واخلي، په یو ډول د داسې پېښو تر شا د دوی د لاس لرلو تور پورې کړ.

ماریا زاخارووا زياتوي،چې امریکا او متحدینو یې شل کاله په افغانستان کې د نظم تامینولو مسووليت پر غاړه اخیستی و،خو دا نظم یې تامين نه کړی شو او په شرمونکي ډول له دغه هېواد څخه ووتل.

هغې ټینګار کړی،چې په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې سره په ګډه به په افغانستان کې د تروریزم د خطرونو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

روسیه،چې د طالبانو د تېر رژيم د نسکورولو پر وخت ېې د دوی مخالفې شمال ټلوالې او د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو سره مرسته کوله، په وروستيو کلونو کې د لویدیز له لوري د طالبانو په ملاتړ تورنه وه.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان يو شمېر شنونکي انديښمن دي،چې د افغانستان په اړه د نړيوالې اجماع له ختمیدو او د طالبانو د نا متوازنه بهرنيو اړيکو له امله دغه هېواد ممکن د لویو قدرتونو د نیابتي سياستونو مرکز او قرباني شي.

طالب چارواکي،چې د سیمه ییزو قدرتونو په ملاتړ تورن دي، د بې طرفه سياست ډاډ ورکوي.

1 COMMENT

  1. آغلې ماريا زخاروف،
    طالبانو خو اوس سختو دويم، درېيم او څلورم ودونو ته زور ورکړی دی. خوښه دې نه ده چې د طالبانو له اميرالمؤمنين شيخ هبت الله او يا يې له رئيس الوزراء سره نوی واده وکړې. پوتين به دې د نکاح ولي وي او د هغوی له لورې خو له مخکې نه زلمی خليلزلد د نکاح ولي دی او پاکستان + د د روسيې د سره ميدان سترې کليسا د ارتدوکس ملا په ګډه ورنکاح کړي چې په دې توګه زموږ و ستاسې دوستي لا ژوره او په خپلوۍ واوړي.
    ته خو لږ سوچ له ځان سره وکړه.
    که خوښه دې راځي بهترين کار به وشي.
    روسان او طالبان به لا يو بل ته نژدې او ښه کورني خپلوان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب