جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ډاکټر عبدالله لغماني زوی په استانبول کې له افغان قونسلګرۍ استعفا...

د ډاکټر عبدالله لغماني زوی په استانبول کې له افغان قونسلګرۍ استعفا وکړه

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏‏د ترکېې په استانبول ښار کې د افغانستان قونسل او د ملي امنیت د پخواني مرستيال ډاکټر عبدالله لغماني زوی ذبيح الله لغماني له خپلې دندې د استعفا خبر ورکړ.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي،چې ترکي چارواکو د طالبانو د ادارې پيغام ور رسولی و،چې یا دې د طالبانو ادارې سره تعامل او یا هم خپله دنده پریږدي.

ذبیح الله لغمانی زیاټوي، له دې کبله چې پلار ېې په ۱۳۸۸کې د طالبانو د ځانمرګي برید له کبله وژل شوی او طالبان يوه لاسپوڅې او ترهګره ډله ګڼي، دوی سره ېې د کار کولو پر ځای د دندې پريښودل غوره وګڼل.

هغه په روښانه ټکيو نه دي ويلي،چې ترکېه ياده قونسلګري هم طالبانو ته سپاري، خو ده سره ېې د ترکیې د چلند له امله مننه کړې ده.

ذبیح الله لغمانی د ځينو رسنيو هغه تورونه هم د نوموړي خلاف قومي او عقده يي تبلیغات ګڼلي،چې دی ېې د قونسلګرۍ د پيسو په تښتولو تورن کړی.

یوې با خبره سرچېنې تاند ته وويل،چې ذبیح الله لغمانی د ترکیې د حکومت او طالبانو د ګډ تفاهم له کبله د دندې پريښودو ته اړ شوی.

سرچينه زياتوي،چې نوموړی د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح زوم دی او د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت د هڅو ملګری دی.

ذبیح الله لغماني خپله هم په خپله اعلاميه کې اشارتآ ويلي،چې له دندې پريښودو وروسته د طالبانو د ادارې خلاف د خپلو اقداماتو په اړه مشورې کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب