جمعه, مې 3, 2024
Home+ينځه کسه طالب مشرانو ملت او امارت یرغمل کړی

ينځه کسه طالب مشرانو ملت او امارت یرغمل کړی

 لیکوال :مولوي  عبدالرحمن اخند- پنجوايي کندهاز
د طالبانو د حکومت په راتگ سره امریکا او گردې نړې دا فکر کاوو چې دا ځل به طالبان تیرو ترخو تجربو ته په کتو له افغان ملت سره د لاس ګریوان کېدو پر ځای ډیر نرم دریځ ولري او په ځانګړي ډول به میرمنو ته د تعلیم او کار حقونه ورکړي .
د طالبانو خارجه وزیر او نورو مشرانو په زغرده وویل چې د نوي تعلیمي کال له پيل کېدو سره به نجونې بیرته مکاتبو ته ور وغوښتل شي. نړیوالې ټولنې هم داسې يوې موقع ته کتل تر څو د طالب رژیم په رسمیت پیژندلو باندې فکر وکړي .
خو اخر څه پیښ شول چې طالبان د میرمنو د تعلیم نه په اخري دقیقه کې پر شا شول؟
د طالبانو د کابینې ۹۵٪ فیصده غړي د نجونو د مکتب مخالف نه دي. نو بیا څوک دي، چې د طالبان په نظام کې دغه ډول غیر عادلانه پریکړې کوي .
کله چې طالبان کابل ته ننوتل نو هغه وخت یو طالب مشر راته ووویل چې ملا حسن یو سختګیر او ګوشه نشین ډوله extremist ملا دی. د هغه مشر کیدل به افغانستان ځکه انزوا ته کش کړي چې د نوموړي لومړی نظر دا و: (چې زه ژوندی یم نجونې به رانه مکتب ته ولاړې نشي).
د طالبانو له مشرانو سره د بار بار ملاقاتونو او خبرو اترو نه وروسته دې نتیجې ته ورسیدم، چې د طالبانو په منځ کې د ۵ تنو مشرانو مشورو او سخت دریځ د طالبانو حکومت په نړیواله انزوا او افغان نجونې له درس او مکتب نه لرې ساتلې دي.
۱- ملا شیخ عبدالحکیم، د طالبانو قاضي القضات، چې په قوم اسحاقزی او د پاکستان د بلوچستان په کوټه ښار کې ګڼ جایدادونه او ستره مدرسه لري. نوموړی یو له هغه پنځو کسانو څخه دی، چې تل یې د طالبانو د مشرانو او وزیرانو شورا پریکړې ویټو کړي او داسې مشورې يې مشر ملا هبت الله ته ورکړي، چې طالبان او ملت یې انزوا ، فقر او مهاجرتونو ته اړ کړي دي.
۲- مولوي نور محمد ثاقب، د لغمان ولایت یو سخت دریځه ملا، چې د پاکستان په مانسهره او ایبټ اباد کې ډیر جایدادونه لري او دا وخت د طالبانو د حج او اوقافو وزیر دی. د مولوي نور محمد ثاقب ډله له هغو طالبانو څخه دي، چې د پاکستان د نظامي استخباراتو سره ډیرې نژدې اړیکې لري. نوموړی په اخره درجه چاپلوس شخص دی او په ډېر مرموز ډول يې له ملا هبت الله نه چاپیرې حلقې ته ځان رسولی او ملا هبت الله ته د نړیوال جهاد او نړیوال اسلامي خلافت قایمېدو تباه کونکې مشورې ورکوي.
۳- مولوي محمود، دا ډیر سپین ګیری او کليوال سړی دی.د جهاد په وخت کې د مولوي نصرالله منصور قومندان پاتې شوی او د پکتیا د زرمت اوسیدونکی دی .نوموړی هم په پاکستان کې ډیر جایدادونه او مدرسې لري. د طالبانو په اوسنۍ اداره کې د علومو اکاډمي مشر دی او د نوموړي سختو مشورو میرمنې د کار او تعلیم له حق نه محرومې کړې دي.
۴- ملا محمد حسن اخند، د طالبانو پخوانی او اوسنی صدراعظم دی. صحت يې دومره خراب دی، چې د ورځنيو چارو د پرمخ بيولو توان هم نلري. په تېر شل کلن مقاومت کې يې هیڅ ونډه نلرله. په مرموز ډول له پاکستانه راوستل شو او د ملا برادر پر ځای د طالبانو صدر اعظم شو .د طالب مشرانو له قوله نوموړی دومره سخت دریځه دی، چې کله له ډیر مجبوریته له کوم غیر مسلمان سره وګوري، د ملاقات نه وروسته غسل کوي او ځان ورته ناپاک ښکاري. نوموړي یو ځل په زغرده په یو مجلس کې وویل، چې زما په ژوند به نجونې رانه د فساد د مرکز یعنې مکتب په دروازه کې قدم کېنږدي. د طالبانو د یو مشر په قول د ډاکټر غني د حکومت د سقوط نه یوه نیمه میاشت وړاندې نوموړی په کویټه کې د پوځي استخباراتو یو مرکز ته بلل شوی و او ورته وویل شول: ځان تیار کړه، ته به صدر اعظم يې. ملا حسن ورته په عاجزانه ډول وویل: زه ډیر مریض یم، د حکومت چلولو توان نلرم خو پاکستاني پوځي مشر ورته وویل: د ژوب نیمې ځمکې رانیولې شې او حکومت نشې چلولې. که دا کار  ونکړې ټولې ځمکې درنه غصب کوو او افغانستان ته دې لیږو .ملا حسن اخوند په قوم بابړ دی. پاکستان له دې ډارېده چې که ملا برادر د حکومت صدراعظم شي چون قطر کې يې ډېر وخت تېر کړی ممکن یو قوي حکومت جوړ کړي. دا به د پاکستان په زیان وي. دريم دا چې پاکستان ملا برادر د اوږدې مودې لپاره په زندان کې اچولی و. دا هم ممکن د نوموړي عقده له پاکستان سره تازه کړي، چې ناببره يې ملا حسن رامخې ته کړو او د ملا برادر مخه يې، چې اقلا د نجونو د مکاتبو د بندش تمه نه ترینه کیدله ډب کړه .
۵- شیخ هبت الله اخوند زاده، خلاف توقع د ملا منصور له مرګه وروسته د طالبانو امیر المومنین شو. نوموړی د طالبانو د تیر حکومت پر مهال په ۱۹۹۶ کې د لنډې مودې لپاره د جلال اباد د مرافعې څارنوالۍ رئيس پاتې شوی و، نور د حکومت فعال غړی نه و. نوموړی د کویټې ښار په کچلاک سیمه کې ستره مدرسه او پریمانه ځمکې لري، چې له دی امله د کچلاک اخوند زاده په نوم پبژندل کیږي. د طالبانو هغو مشرانو چې د نوموړي سره کتلي وایي چې ملا هبت الله اخوند هم یو کلیوال ذهنه ملا دی. دیني درس او تدریس کی برلاسی دی خو د طالبانو د حکومت چلولو لپاره له خپله ځانه وړتیا او د پریکړو زړورتیا نلري. البته له يادو نورو څلورو متعصبه ملایانو سره یې  یوه کړۍ جوړه کړې چې افغان ملت او پخپله د طالبانو حکومت یې له سترو چيلنجونو سره لاس او ګریوان کړی دی. ملا هبت الله دا وخت پخپله کوم نظر او د حکومت چلولو فورمول نلري. په طالبانو کې تنها د سختو دریځو کړیو خبره اوري او عمل ورباندې کوي .
له ډیرو طالب مشرانو سره چې ما په شخصي ډول خبرې اترې کړي دی. هغوی وایي چې د ۵ کسانو له امله حتی په زرګونو طالبان د طالبانو له حکومت نه خفه او مایوسه شوي او پخپلو کورونو کیناستلي دي.
د طالبانو یو مهم مشر راته وویل: هغه طالب مشران، چې پخوا يې د نجونو د مکاتب د ژر پیل کېدو خبره کوله، د ۵ نفري حلقې د فشار له مله چوپه خوله دي او که په اړه خبرې وکړي خپل وزارتونه او منصبونه له لاسه ورکوي. نو ځکه چوپ پاتې دي، چې دغه عمل په طالبانو او ولس کې ډار او نا امیدي خپره کړې ده.

3 COMMENTS

  1. تاندته مو پخوا ویلی و چی دطالبانو مینځ کی دژبی سیمی په پلمه دنفاق اچولو هڅه مه کوئ او دخپلی ګیډې خبری مه کوئ کنه ستاسو چاپلوسه ، مضره څیره رسوا کوو. خو لکه چی په سمه نه پوهیږی . مثلا ٌ په دغه لیکنه کی(( لیکوال :مولوي عبدالرحمن اخند- پنجوايي کندهاز))
    داښکرور دروغ دی. دا لیکنه دتاند دګیډ ې راوتلې ده.
    په جمهوریت کې داشرف غنی یو ډیربې عقل او چاپلوس مشاور دتاند دچلوونکو سخه یو و. اوس یې دنده لاس نه وتلې ده فکر کوی چی ددوی په ټسونو لیکونو دطالبانو په لیکو دبی اتفاقی په رامینځ ته کولو به یو ځل بیاکومه رتبه او چوکۍ اخیستلا شی. ود سیرلی چاپلوس زامنو! طالبان منافق په قبر کې پیژنی

  2. که یی مور درس ویلای وای،زوی به یی بغاری نه وهلی؛استخباراتو ته همداسی په مال یا متاع قلیل
    مینې څیری،فریبکاره،جاهل،ناقص جهان بینی لرونکی او سالم فهم له دین ،نه لرونکی ،ژر استخدامولی شی ،ډدوی مدرسی د طالب ملیشه سازی مرکزونه،ډدی ټیکه دارانو لپاره عایداتی وسیلی؛دمحدودوکسانو نه میلیاردران جوړول چې د نیم ژوب ځمکی واخیستی شی،او دی حد ته رسیدلی چې د بی خبرو،خوشباورو مریدانو او طالبانو په وینه معاملی او ترلاسه شوی اجرتونه سبب ډدی شوی چې کورنی او فامیلونو لپاره اصلی ټاټوبي بدل او افغانستان د اجرتی قاتلانو د لوبو ،شرارت،لوټ ،تعذیب او وژنو میداڼ وګرځوی۰
    دملا حسن او ملګرو ،افراطی مفکوره نه بلکی مرضی ،انحرافی او سخیف بدوی دډه شخصی ناقص
    اټکل دی،او له همدی وجهی یو مهم اسلامی اصل د مشوری یی قصداََ ترک کړی ؛ځکه د ملت او امت سوالونو ته ځواب نشی ورکولی ،او توان دبحث نه لری او همدآ دلیل دی چې چیز فهمَ خواخوږی ،مبلغین او حتی مفتیان یی ،دوی نه په شا کیږی۰
    د مولوی عبدالرحمن د لیکنی ، افشا شوی تړاوونه او معاملی ښیی چې؛ په شرعی اصولو برابر ،نه امیر شته،نه امارت،نه مجاهدین،نه ملت ته خدمت،نه قانون، او همدی تباهی د دوام لپاره نه قانون
    منی ،نه تخصص او نه پوهنتون،همدا ټول شریر استخباراتی تعیینات،کړنی او اهداف ثابتوی۰
    همداسی به یوه بدوی نسواری مدرسه حکومت کوی،مدرسه به ملیشه روزی ، او اجیر قاتلان به
    ملت وژنی ،او پنځه ټیکداران به نور هم چاغیږی او ارذل الناس ،دین فروشان ،وطن او ناموس خرڅوونکو مارګیټ به څو ورځی ګرم وی ۰
    الله عزیز ذو انتقام ذات دِ هغه کور وران کړی ،چې دِ افغان کور ورانوی۰

  3. امريکا له افغانستانه ووته د افغانستان په هکله به يي پلانونه څو کاله ورسته ښکاره شي خو هغه کسان کومو چي د افغا نستان قدرت طالبانو ته سپارل نن به په کوموسترګو او وجدان که يي چيرته لري افغان اولس ته ګوري.
    داسي شانته خيانت او رشخند د تاريخ په اوږدو په کوم بل اولس شعوري چا نه دي راوستی لکه امريکا ، پاکستان او افغاني ملګرو يي چي په افغان اولس راوست.
    له د طاليبي ملاريانه ځان خلاسول يوه لار لري هغه لکه اتاترک چي کوم کار وکړ د ملا او طالب لاس له سياسته غوڅول مدرسي مطلق د حکومت تر کنترول لاندي راوستل دي.
    اوس بايد موږ افغانان داسي يوه لار ولټوو چي څنګه طالب له قدرته ګوښه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب