یادونه: د ۱۳۹۵د جوزا په ۲۷ مه مازیگر له ډاکترصاحب محب زغم سره د کابل په درېیم میکرویان کې د استاد سعد الدین شپون کور ته د مرکې لپاره ورغلو. د استاد کور په پنځم منزل کې و. روژه وه، له استاد شپون سره محبوب الله خان او یو بل دوست یې هم ناست وو.
دغه مرکه مې هغه مهال د ښکلا مجلې لپاره ورسره کړې وه. اوس یې د استاد شپون صاحب د پنځم تلین په مناسب خپروم.
پ/ ځینې وايي چې لیکوالي فطري وي او لیکوال له موره لیکوال زېږي خو ځینې نور یې کسبي بولي، تاسې څه وایاست؟ لیکوالي زده کېږي که د لیکوال په خټه کې وي؟
ج/ زه وایم لیکوال خو زېږېدلی دی، خو لیکوال نه دی زېږېدلی یعنې لیکوال نه بلکې یو بنیادم دنیا ته راغلی دی، امکان لري، دا بنیا،ډاکتر، انجینر شي یا بل شی ځنې جوړ شي. لیکوالي د شواخون، کړاو او تکلیف کار دی. لکه د شمالي والو خبره هغوی چې کله انګور غواړي نو وایي (یک خوشه بتی که خوشه باشد) یعنې داسې وږی د انګور راکړه چې وږی وي، اوس نو ښه لیکنه کول اسانه کار نه دی، لیکوالي دې، نه دې د موره راوړې ده او نه دې هم د پلاره او نه خدای درکړې ده، بس یوازې ته یې، وچ ککری ور ته ناست یې، راباسې یې، چې څه شی لري.
پ/ ستاسو کیسې اکثرو لوستونکو ته ډېرې رښتونې ښکاري، کوم تخنیک کاروئ چې لوستونکی داسې فکر وکړي؟
ج/ که رښتیني ښکاري هم زه په بلا کې یم که رښتیني نه ښکاري لکه شین ټاغي هم په بلا کې یم ځکه د شین ټاغي په باره کې ایمل پسرلی وايي، دا هیڅ امکان نلري هغه کیسې چې په شین ټاغي کې پېښې شوي دي هغه دې په واقعي ژوند کې رامنځته شي.
د خاک شاه یو مداري و، شپیلۍ یې ږغوله، کله چې به یې شپیلۍ وهله نو اورېدونکي به یې په خوند کې غرق کړل، څه فکر چې به شپیلۍ ږغووونکی کاوه اورېدونکي به یې هم د ده په شان فکر ته اړ ایستل.
اوس زه ویلای شم دا چې زما کیسې لوستونکي ته رښتینې ښکاري علت یې دا دی چې دا د لاس صفايي ښه پکې کوم یعنې خواري پرې کوم.
پ/ د کیسو لپاره سوژې څنګه انتخابوئ؟ سوژې په تاسو پسې درځې که تاسې ورپسې ګرځئ؟
ج/ په سوژو پسې نه ګرځم، سوژې دلته شاو خوا پرتې دي، خبره دا ده چې د سوژو سره څه رقم چلن کوم.
اول خو د سوژو په انتخاب کې داسې سوژه مه غوره کوه چې تا په خپله نه وي تجربه کړې. څه شی چې دې لیدلی، اورېدلی او تجربه کړی نه وي نو څه به ورسره کوي، که د ځانه درواغ وايي دا خو بیا خوندوره نه راځې. سوژه لمس یې کړه، ورسره وږغیږ، مچ یې کړه، غېږ په غېږه شه ورسره، هلته نو سوژه ستا خپله شوه، چې سوژه دې خپله کړه بیا نو هر ډول چلن چې ورسره کوې، کولای شي.
پ/ په څه ډول روایت کې ځان هوسا احساسوئ، د متکلم له لیدلوري که د غایب له لیدلوري او ولې؟
ج/ اسدالله غضنفر معمولاً ما ته ویلي دي، چې ته په متکلم کې ډېر ږغېږې، امکان لري، چې زما ایګو ډېره قوي وي، لکه زموږ د یو ملګري چې همېشه وايي، دا کار ما کړی دی، دا کار ما کړی دی. یوه ورځ یې ما ته ویل چې ستا په باره کې ما ډېر فکر کړی دی.
ما ور ته وویل چې څه فکر دې کړی دی؟
ویل خیر یو وار دا د حکمتیار خبره فیصله شي بیا به سره ګورو.
پ/ تاسو د بهیر په غونډو کې ویلي دي چې نه غواړئ په کیسه کې مو کرکټر مړ شي، دلیل ورته دا راوړئ چې مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی او موږ باید اقلاً د چا په مړینه کې څه نقش ونه لرو. دلته دوې پوښتنې پیدا کېږي:
اول، کیسه خو تخیل وي، واقعیت نه وي نو تاسې ولې د یوه خیالي کرکټر مړینه لکه واقعي مرګ ګڼئ؟ بله دا چې، په ښایستو ناول کې مو د مرکزي کرکټر مېرمن مري، څنګه مو د خپلو خبرو خلاف کار وکړ؟
ج/ خامخا مرګ حق دی (خندا) زه وایم یو شی چې په واقعیت کې نه شې کولای نو په داستان کې یې ولې کوې؟ انسان پیدا کولای نه شې نو وژنه یې هم مه.
بل ما چې د ښایستو په ناول کې میرمن وژلې ده، اجازه مې ترې وغوښته، تاسو پوښتنه ځنې وکړي، هغه میرمن چې په ناول کې وژل کېږي، زما خپله ښځه وه، اجازه مې ځنې اخیستې ده. هغه بله ښځه مې هم د دې له نامه څخه جوړه کړې، یعنې ښایستو هم همدا مړه شوې میرمن ده ځکه اوس چې زه کله- کله خپلې میرمنې ته ور ږغ کوم نو ور ته وایم:
ای ښایستو!
خپله یې اجازه راکړه، ما ور ته وویل څنګه وکړم.
ویل که ستا کیسه پر جوړيږي، مړه مې کړه.
که یې تاسو نه منئ، زه اوس ټلیفون ور ته کوم او ورته وایم چې یاران راباندې غوسه دي چې تا ولې خپله میرمن وژلې ده.
پ/ ښه استاد د مړه کېدو اجازه خو یې در کړه خو د مینېدو اجازه یې هم در کړه؟
ج/ واله زړه نا زړه یې اجازه راکړې خو په قهر به یې وویل چې ما ته یې مه وایه نور.
پ/ پر ښایستو ناول تقریباً درې کاله تېر شو خو تر اوسه مو بل اثر نه دی چاپ شوی. کوم نوي اثر باندې کار کوئ که څنګه؟
ج/ هو پر یو شي باندې کار کوم.
پ/ که لوستوونکو ته ووایاست چې پر کوم اثر باندې کارکوئ؟
ج/ نه، نه، نه در ته وایم، بیا که زه مړ شوم، بیا وایي چې دومره اثار یې چاپ او چې چاپ شوي نه دي، لا ډېر دي. بل، بل او بل دی د ټولو نومونه به اخلي زما یو اثر چې چاپ نه شي تر هغې یې چا ته نه وایم.
پ/ یعنې دا راز پټ ساتې؟
ج/ نه هیڅ راز نه دی، که یې در ته ووایم بیا یې هیڅ نه شم لیکلای.
پ/ ولې اوس لږه شاعري کوئ ځکه په ځوانۍ کې مو ډېره شاعري کوله؟
ج/ هو په ځوانۍ کې مې ډېره شاعري کوله خو اوس چې یې نه کوم، جنګ راسره کوې؟
پ/ یا زه خو جنګ نه کوم خو ستاسو لوستونکي دا تمه لري چې پوه شي، ولې استاد شپون اوس شاعري نه کوي؟
ج/ زه نه پوهېږم دا خو هغه چینچی دی، هغه چې وخوځېږي بیا نو شعر لیکلای شم که اوس هم شعر راته راشي، لیکمه.
او بل پښتو شعر ما ته داسې بې خونده شوی ښکاري.
پ/ ولې علت یې څه شی دی؟
ج/ تکرار وي. ډېر تکرار وي.
پ/ ښه دا چې په پښتو شعر کې تکرار رامنځته شوی دی، علت یې څه بولې، شاعران مطالعه نه کوي که بله خبره ده؟
ج/ زه وايم همدومره پکې ځایېدل، څه چې په پښتو ژبه کې وه، شاعرانو ټول ځنې راو ایستل. مثلاً کاروان تر هغه شعر ووهه- ووهه چې نور یې نو هیڅ شی پکې پرېنښوده. بیا څه چې پاته وه، هغه بیا جلان وایسته، بیا یو بل ځاځي وایسته، بیا یو بل پکتیاوال وایسته، یعنې هر یو شاعر چې ورته شروع شي بیا ور ته ګوري نه، ځکه وایي کاروان چې شروع شوی دی نو زه هم ځاځی یم، باید یې ولیکم.
زه وایم یوازې څو د ګوتو په شمار شعرونه دي، خو شاعران ډېر دي، د خر تر مرګه شاعران ډېر دي او دا خدای تعالی چې په هغه ورځ کښېناست، دربار یې وکړ، ویل یې ما پتیلې ده چې شاعران ډېر پیدا کړم، د خر د مرګه یې ډېر پیدا کړم خو شعر یو- یو، یا دوه پیدا کړم.
پ/ ستاسو د لومړي کتاب «پرخه په ترخه» شاعري لا هم د خلکو په یاده ده، خو «شین خالۍ بیا پیدا شوه» کتاب ته لوستونکیو عکس العمل و نښود، څه دلیل یې دی؟
ج/ ښه خراب به وي، ټول شعرونه به یې ښه نه وي، یو و نیم به پکې ښه شعر وي.
زه به یوه کیسه درته وکړم:
زه ولاړم د پاسپورت لپاره مې عکس اخیست، کله چې عکاس ته کښېناستم، که ګورم، عکس یې داسې را اخیستی دی، چې یوه سترګه مې پورته او بله کښته ده، ما ور ته وویل:
او برادر تو چی کردی، چشم مرا در عکس کج آوردی؟
ویل یې:
چیزی که هستی، در عکس آمدی.
زه نو اوس څه ووایم د خلکو چې نه دي خوښ نه به یې وي.
پ/ تاسو زیاتره مهال پر پښتو شاعرۍ نقد کوئ، وایاست چې د خوسا هګۍ غوندې ده. څنګه کولای شو، چې په شاعرۍ کې یو څه د لوړ تخیل تر څنګ لوړ فکر ته هم په ارزښت قایل شوو؟
ج/ خوند نه راکوي، خوند نه را کوي، زه د نقد له نظره څه نه وایم خو تکرار – تکرار دومره تکرار شيان وايي، اوس به تاسو هم اورېدلي وي چې منتقدین وایي بادام له سترګو سره تشبیه کول اوس صحي نه ده خو زه وایم چې د هغه اوله سره سترګې د بادام سره تشبیه کول سمه تشبیه نه وه.
پ/ سلیمان لایق مو ولې د خوښې شاعر دی؟
ج/ هغه داسې دی لکه پېغمبر، عادي- عادي به ږغېږي، چټیاټ- چټیاټ به وایي خو یو ځل به داسې خبره وکړي، چې فکر وکړئ دا پیر دی.
ضعیفي نقطې ډېرې لري، چټیاټ لري، مثلاً لوی ږیږه او لوی کونه، دا خبره د کړو ده، چې دی یې کوي، مګر یو وخت چې ځنې منکر شې، بیا یو شی وکړي چې سړی حیران پاته شي. زه د دغه لپاره لایق خوښوم.
پ/ تاسو انګلیسي ادبیات او شاعرۍ هم لوستې ده، په پښتو شاعرۍ کې داسې څه شته، چې ورسره د پرتلنې وړ وي؟
ج/ زه فکر کوم زموږ شعر چې د اوله سره شروع شوی دی، بل رقم شروع شوی دی او د دوی شعر په بل رقم باندې. په نثر کې دوی شروع کړې ده او په نثر کې دوی ډېر مخته تللي دي.
خو زموږ شعر او د دوی شعر بېخې ډېر فرق سره لري، نه مو قافیه او نه مو ردیف ورسره جوړ دی. مدعا المثل ادبي صنایع زموږ خپل دي، په وزن کې فرق سره کوي خو په دې کې فقط یو شی په غربي او شرقي شاعرۍ کې سره ګډ دی، هغه تشبیه او استعاره ده.
پ/ تاسو کله، کله ووایاست، چې شعر مه لېکئ، ډېر دی، ایا دا خبره د ځوانانو زړونه نه ماتوي؟
ج/ دوی یې نه مني، دوی پوهېږي چې زه څومره جدي یم خو بیا یې هم نه مني. همغه خبره ده چې خدای تعالی ډېر شاعران پیدا کړي دي خو شعرونه یې کم پیدا کړي دي. ولې ته مې په دې خبره تکفیروې؟
پ/ نه استاد خدای دې نه کوي.
ج/ یو شعر، دوه شعر، بس دی اخر! هر یو چې وګورې دومره غټه دیوان یې وي.
پ/ استاده! شاعران وايي چې موږ د شعر قریحه لرو که اوس کمزوری شعر لیکو، علت یې دا دی چې تجربې مو کمي دي. خو که وخت راباندې تېر شي، ریاضت وکړو، دا د تکمیل پړاوونو تېر کړو، بیا به ښه شعر ولیکو، ستاسو جواب ور ته څه دی؟
ج/ ترڅو چې ته ښه شعر لیکې زما پر قبر به بروځې ولاړې وي اوس نو ټولې خرابي تجربې په ما کوې، بیا چې زه مړ شم، ښه شعر لیکې.
پ/ لومړۍ تجربې خو په هر څه کې کمروزي وي خو ستاسو نثر له ماشومتوبه همداسې ښکلی و، دا ولې؟
ج/ نه پوهېږم، دا د بل چا څخه پوښتنه وکړه، زه نه شم کولای چې هم دې یو شی ولیکم او هم دې نقد پرې وکړم.
ته به یې و نه منې، هغه وخت کې چې زه یو شي لیکم، بې خود کېږم، نه پرې پوهېږم، د لیکلو وروسته چې پر خود شم، بیا یې لولم که یې ما ته خوند را نه کړ، بیا یې غوځوم. اوس نو چې زه خپله لیکنه نه شم لوستلای نو لوستونکی به یې څنګه ولولي؟
یو څه معیارونه لرم د لیکلو لپاره.
پ/ دغه معیارونه کولای شي چې ووايي؟
ج/ دا یې معیار دی، ویې لوله، که یې خوند در کړ نو لوستونکي ته هم خوند ورکوي او که یې تا ته خوند در نه کړ لوستونکي ته هم خوند نه ورکوي یعنې خوند یې معیار دی.
لوستل خو د خوند د پاره کېږي، نه د دې لپاره چې جنت ته پرې ولاړ شو.
مثلاً: د پېښور د خوا یو لیکوال راته ویل چې لاهور ته پر لار مې ستا کتاب ولوسته، هیڅ د لارې په اوږدوالي پوه نه شوم. کتاب دې خوند راکړ، دا نو اوس زما کامیابي ده چې زما د کتاب څخه لوستونکي دومره خوند اخیستی دی.
پ/ اوس خو خامخا شاعري کېږي نو که کېږي باید څنګه دې وشي؟
ج/ نو یو بل چټیاټ به در ته ووایم: وایي د شعر پوهه یوه نغده نه ده، دا خو غڼ نه دی چې په لاس کې یې درکړم. ور ته ووایه چې دغه شی دی، ځان پرې پوه کړه، که یې نه پر پوهوې، خدای دې غرق کړه.
پ/ د پښتو شاعرۍ په اړه یوه داسې خبره راته وکړه، چې تر اوسه دې په زړه کې ګرځي، خو کړې دې نه وي؟
ج/ بچی اوس خو روژ ده، چای او ډوډۍ نه شم درکولای، که نه تا به چای یا ډوډۍ خوړلای ما به دې د پوښتنې پر جواب باندې فکر کړی وای.
لومړی په پښتو باندې داسې حاکم شه، لکه پلار پر زوی، چې هرې خوا ته یې بیایې درسره ولاړ شي. چپه یې کړې، راسته یې کړې، یو خوا او بل خوا یې کړې. دا د لیکوالۍ، شاعرۍ او ادبیاتو اول شرط دی، فرق نه کوي چې املا دې غلطه وي خو محتوا دې باید صحي وي.