شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+د سولې نړيوالې جايزې ګټونکې افغان ميرمن څوک ده؟

د سولې نړيوالې جايزې ګټونکې افغان ميرمن څوک ده؟

عادله ستانکزۍ

نرګس مومند حسنزۍ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاده، د ښځو حقوقپاله د سولې نړيوالې جايزې ګټونکې ده.

نوموړې ليسانس او ماسټري له کابل پوهنتون څخه ترلاسه کړي او همدارنګه يې په پولنډ کې د اروپا د ډيپلوماسۍ له اکاډبمۍ څخه په نړيوالو موسسو کې د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړى دى.

بيلابيلې دندې يې تر سره کړي چې له هغو څخه د جمهوري رياست په دوره کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې مشاوره، د سيميزو اورګانونو د نشراتو او مطبوعاتو رئيسه، د کابل ښاروالۍ لومړۍ ښځينه ويانده او د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادې په توګه کار کړى.

د 2023 کال د نوامبر په څلورمه نيټه يې د ښځو د سولې د سفيرې جايزه هم ترلاسه کړه.

نرګس مومند د ښځو د حقوقو فعاله، چې تل يې د نجونو د زده کړو او حقونو لپاره غږ اوچت کړى، د زده کړو په برخه کې د ډیرو سلاسنوی کړی دی.

اوس مهال په جرمني کې د افغانستان د سولې، بيارغونې او کلتوري کميټې غړې او د فرخندې بنسټ مشره ده.

نرګس مومند په 2019 کې د غوره کتاب جايزه ترلاسه کړه.

1 COMMENT

  1. استاده نرګس دې لا خدای پاک وځلوي، ډېره باادبه انسانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب