جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپه بغلان کې سیلونو لږترلږه ۵۰ تنه مړه کړي

په بغلان کې سیلونو لږترلږه ۵۰ تنه مړه کړي

تاند (شنبه، د ثور ۲۲ مه) د راپورونو له مخې، د افغانستان په شمال کې د جمعې د ورځې له ورښتونو او سیلونو وروسته لږترلږه ۵۰ تنه مړه شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې سیلونو تر ټولو ډېر تاوان په بغلان ولایت کې اړولی دی.

د ځايي اوسیدونکو په وینا او په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویدیوګانو پر اساس، د خلکو کورونو ته اوبه ننوتي او ګڼ کلي تر اوبو لاندې شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع وايي چې تر ۱۵۰ ډېر کسان په سیلونو کې ګیر پاته دي.

ده رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بغلان ولایت ته هیلي کوپترونه استول شوي چې په سیل کې بند پاته کسان ومومي او وژغوري.

ده په عین حال کې وویل، د دې لپاره چې ژر شپه راغله، ښايي د بند پاته کسانو د موندلو چاره ګرانه شي.

له بلې خوا یوه سیمه ییز چارواکي هدایت الله همدرد فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د پوځ په ګډون د بیړنۍ ادارې پرسونل په خټو او سیلونو کې د بند پانه او قربانیانو د موندلو هڅه کوي.

ځینو سیل ځپلیو ته خیمې، خواړه او نور ضروري مواد رسول شوي دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې وړمه ورځ وړاندوینه کړې وه چې د بغلان په شمول په ۲۲ ولایتونو کې به سخت ورښتونه وشي او احتمال شته چې په یو شمېر سیمو کې سیلونه وبهیږي.

دې ادارې د نن (شنبې) لپاره هم د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب