Homeخبرونهحج وزارت: حاجيانو نه اخيستل شوې اضافي پيسې بيرته ورکوو، خلک: په...

حج وزارت: حاجيانو نه اخيستل شوې اضافي پيسې بيرته ورکوو، خلک: په بشري مرستو ېې ولګوئ

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏‏د طالبانو د حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ سږ کال د حج په پروسه کې له هر حاجي څخه ۴ زره او ۱۳۰ ډالر اخیستل شوي وو.

نوموړی زیاتوي،چې یوازې ۳ زره او ۶۱۴.۶۲ ډالر یې مصرف شوي او پاتې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا؛ هر حاجي ته ۵۱۵.۳۸ ډالر بېرته ورکول کېږي.

يو شمير خلکو په دغو لګښتونو کې د طالبانو د سپما هڅې ستایلي،خو ویلي چې سپما شوې پیسې دې په فقر ځپلو افغانانو ووېشل شي.

د نړيوال خوراکي پروګرام په یوه تازه راپور کې راغلي،چې ۸۹ سلنه افغانان کافي خورو ته لاسرسی نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...