پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد پکتيا سلګونه نجونو له ښوونځيو د ويستل کيدو په غبرګون کې...

د پکتيا سلګونه نجونو له ښوونځيو د ويستل کيدو په غبرګون کې لاريون وکړ

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې سلګونه نجونو له دې کبله لاریون کړی،چې طالبانو ښوونځيو ته نه دي پريښي.

خبري سرچينو له څه باندې يوې اونۍ راهيسې د قومي مشرانو او د معارف د سيمه ييزو چارواکو په ابتکار په پکتیا کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ټولګيو د پرانيستلو خبر ورکړی و.

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه د څېړنو خبر ورکړی او ویلي و،چې د ښوونځيو د خپلسرې پرانيستې حق څوک نه لري.

نن له پکتیا څخه خپاره شوي ويډيو ګانو ښودلې،چې سلګونه نجونو د لاریون په بڼه له شپږم څخه پورته ټولګيو ته د دوی د پريښودلو لپاره ښار ته راوتي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د یادو نجونو ملاتړ کړی او له طالبانو ېې غوښتي چې نور د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ نه شي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت کې نا تاييد شوي راپورونه څرګندوي،چې د طالبانو استخباراتو د دغو نجونو د ښوونځيو پرانيستونکي مسوولین بنديان کړي او نجونې د هغوی په ملاتړ ښار ته وتلي.

1 COMMENT

  1. دا هر څه د طالب بادار خبیث بوین لعنتي پنجابي کارونه دي.دغه لعني تور لینګي د افغان ولس ازلي دښمنان دي.دوۍ په ټولو وزارتونو کې د ای ایس ای جاسوسان کینولي. طالب د پنجاب په ځنځیر تړلی غلام ده. طالب مدرسې پرانیستې دي سي هلته بې له لواطته او ارحابیته بل څه نسته 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب