جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکانکور نېټه به څو اونیو کې اعلان او تر پخوا به ډېر...

کانکور نېټه به څو اونیو کې اعلان او تر پخوا به ډېر محصلان جذب شي

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین وایي چې د کانکور آزموينې لپاره لازم چمتووالى نيول شوى او په راتلونکو اوونيو کې به د کانکور د آزموينې نېټه اعلان شي.

 د محصلانو چارو معین انجنير سيد اسماعيل روحاني د هېواد د پوهنتونونو د کمپيوټر ساينس پوهنځي د نصاب د پراختيا د بيا کتنې غونډه کې ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت داسې پرېکړه کړې وه چې د ۱۴۰۱ کال کانکور آزموینه به د غبرګولي میاشت کې اخیستل کېږي او د چنګاښ په میاشت کې به یې پایلې اعلانېږي، خو د شته ستونزو له امله د کانکور آزموینې لپاره دغه پرېکړه عملي نه شوه.

نوموړي وویل، چې د کانکور ازموینې د ترسره کېدو لپاره د لوړو زده کړو وزارت او د آزموینو ملي ادارې لازم چمتووالی نیولې او په راتلونکو اوونیو کې به د آزموینې ورځ او نېټه اعلان شي.

سرچينه زياتوي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د هېواد د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د جذبولو شمېر زيات شوى دى.

طالب چارواکي وويل، چې له څو کلونو راهيسې د پوهنتونونو درسي سیستم کې بدلونونه راغلي او پسرلني سمسترونه يې خزانې سمسترونو ته بدل شوي دي، خو سږ کال يې د دغه ګډوډۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي او د لوړو زده کړو وزارت پلان لري، چې د درېو سمسترونو د تدريس چارې د یو کال په ترڅ کې ترسره کړي او د راتلونکي کال پسرلني او خزاني سمسترونه به په ټاکلي وخت پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې تحصیلي سیستم بېرته عادي حالت ته راوګرځوي، په خبره یې روان کال به په ژمي کې هم په سړو ولایتونو کې د محصلینو درسونه دوام ولري.

د طالبانو د مرستيال وزير د څرګندونو له مخې، نوى سمستر به د قوس په مياشت کې پيل شي او پنځه اوونۍ به درسونه په حضوري توګه او پاتې نور به په انلاين بڼه او کورونو کې وي.

په همدې حال کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي په یوه پیغام کې ویلي، چې د کانکور ازموینه به د تلې میاشتې په ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه واخیستل شي.

2 COMMENTS

  1. ۱ – پورته تصویر ځکه خواشینوونکئ دئ چی:
    افغانستان د نړۍ د غنی او بډای ( هم د مځکی پر سر او هم تر مځکی لاندی او هم د آرام او عفیف وولس درلوونکئ ) هیوادونو څخه ګڼل کیږی خو په ۲۱ پېړۍ کی ئې د مکتب د شاګردانو دا حال دئ نو د کلیوالی سیمو د خلګو حالت به ئې څه ډول وی؟ البته ددې ننګینی او شرموونکی نندارې مسئولیت د متمدن! او غربی استعمارګر انسان پر غاړه دئ.
    ۲ – که د کجکی یا کمال خان د اوبو بند ته قوی قوی توربینونه نصب سی او دومره ډیره بریښنا تولید سی چی حتی د موزامبیک افریقائی هیواد ته هم صادره سی خو چی دې د اوبو بند ته ور غزېدلی رودونه منحرف یا وچ سی نو د بند اوبه به بالآخره ختمی او د برق تولید به هم په ټپه ودریږی.
    بناً
    که د کانکور آزموینی هر څومره پرتمنی او هیله بخښونکی هم وی خو چی تر شپږم ټولګۍ وروسته د مکتبونو دروازې بندی وی نو ډیر ژر به د ” کانکور ” د بند اوبه وچی او خبره به ” صفر ” ته ورسیږی ( د ښوونی او معارف سیسټم به د مطلق سقوط سره مخامخ سی ).

  2. سلام
    ښوونه اوروزنه دیوې تولنې په ساختار کې دشاد هډوکو جیثیت لری:
    دمقام اوقدرت القابو خوړلی افغانستان څلور لسیزې همدې محراق کې :د معین ،وزیر، مرستیال ،سخن ګوی موږک او پیشو ترفرعونی القابو لاندې وسوځید اولا سوځی .انلاین مسلکی نیمه اوبشبړ داکتران راغلل: دسترګو ،ګرامر ، انتروپالوژی، فالودې او فیرنی متخصصان،انجنیران :تکنیشن ، مستری،کوپی کش او بستری او باد رنګ هم امتحان شول.ژباړن ،سلاکاران اوامران خو په درزنو وازمایل شول اوس ملا واکی راغله .
    په ژبه او ادبیاتو کې دادی خزانی موسم د بار بار ځای نیولی. له عامی نه نیولې تر مسلکی پورې همدا بار بار وایی لکه دطلوع چینل لا تر اوسه څارنوالی ته سارنوالی وایی کرزی به عالم اسباب په هرځای کاروه او زموږ دبهرنیو چارو وزیر ملا متقی دسیاست بر ځای شعر وایی!
    معیار او اندازه
    دلته اصلا معیاری مسلکیتوب ظرفیت اوکیفیت او کمیت اوبه تیره بیا احصایه عملا وجود نه لری او نه کمه فیصدی واقعا عملی شوې ده. ځکه په ظاهری دروغجنو لافو باټو کې د ملت په سترګو کې خاورې شیندل او خان ښودنه ده لنډ مثال یی دا دوه ګونی سیاست چې له سقوط څخه بدتر دی:
    ناببره جلب اوجذب
    دعالی تحصیلاتو دوزارت معین انجنیر مرستیال وزیر او بدوبلا دبې کیفیته جلب اوجذب دزیاتوالی خبره کوی خو هلته دکموالی تورم دپوهنی وزارت فرعونیانو له لوری خلاف داسلام علم اوعرفان ښوونځی تړلی دا دی یک بام او دو هوا! دا هم له مشروعیت مخکی ناوړین ملت اونړۍ څه وایی؟
    سیستم اوبروګرام
    دبروګرام دعادی کیدو خبره کوی مانا داچی پروګرام ناروغ دی تداوی اونسخې ته اړه لری.خومسلکی د……انکتر درک نه لری
    کله چې دانلاین ژمنه کوی نو بې لاین به چېرته لاړ شی؟ غلام حضرت وروره که تعلیمی نصاب او نرخ سم وای او اوبه له پاسه خړې نه وای نو ستا به خبره داغنی ولس به په ۲۱ پېړۍ کې د ښوونې اوروزڼې برخه کې احتجاج نه کاوه اونه به داکړکېچ وه.
    سیاهی لښکر اوپایله یې
    کمیت او کیفیت ، نصاب او درسی دسپلین خو د بحث بله برخه ده .زموږ فرهنګ کې ډیری خلک یوازې دکاغذ لپاره خوښ وی نه پوهې!خوکاغذ که انلاین وی او یا بې لاین په خپله څه نشی کولی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب