جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهنړيوال خوراکي پروګرام:۸۹سلنه افغانان د خوراکي توکيو د کمښت سره مخ دي

نړيوال خوراکي پروګرام:۸۹سلنه افغانان د خوراکي توکيو د کمښت سره مخ دي

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏نړیوال خوراکي پروګرام WFP د افغانانو د خوراکي وضعيت په اړه په تازه راپور کې ویلي،چې ۸۹ سلنه افغانان د خوراکي توکيو له کمښت سره مخ دي.

یاد شوی سازمان وايي،چې نيږدې ټول افغانان خپل عوايد پر خوراکي توکيو مصرفوي.

دغه سازمان زیاتوي،چې په ۲۰۲۲کې ۲۳ میلیونه خلکو ته د خوراکي مرستو د برابرولو پلان لري او دغه پلان د عملي کیدو لپاره په راتلونکو شپږو مياشتو کې ۹۶۰ميليونه ډالره په کار دي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې ډیرو نورو نړیوالو بنسټونو او طالب چارواکو هم په افغانستان کې د فقر زیاتیدو خبر ورکړی او په دې برخه کې د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه.

ویل کیږي،چې د نورو عواملو تر څنګ له افغانستان څخه د ميليونونه تنو د وتو تر شا يو اساسي عامل د طالبانو له واکمنيدو وروسته په پراخه کچه وزګارتیا او اقتصادي ناورين دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب