سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهط-انو په عام محضر کې د‌ یوه ترافیک غوږ پرې کړ

ط-انو په عام محضر کې د‌ یوه ترافیک غوږ پرې کړ

تاند:( شنبه،د سنبلې نولسمه)‏‏ ‏د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې پرون د طالبانو یو شمېر جنګیالیو د يوه ترافيک غوږ پرې کړی.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې ويډيو هم خپره شوې،چې په پراخه کچه ېې توند غبرګونونه پارولي دي.

په ویډیو کې لیدل کیږي،چې دغه ترافيک نه په عام محضر کې غوږ پرې کیږي.

ځايي سرچينو ويلي،چې پېښه د طالبانو موټر ته د ترافیک د لاس نيولو او ترافيکي قوانينو ته ېې د بللو له کبله رامنځته شوې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. طالب ته قانون او انسانیت ورښودل د خیر یوسی پر ځای ، غوږ پری کول فرعونیت ، منتهی جهالت
    او وحشت مظاهره ده،ډدی لجام ګسیخته موجوداتو ،قانون او انسانی چلند سره اشنایی ډیره بعیدَ
    خبره ده؛خو الله جل جلاله دِ خرې ته ښکر نه ورکوی۰

  2. تالبیزم د وحشت او تور جهالت اصلی نوم دی
    په افغانستان اوس ددې وحشی ځناورو راج دی او دا کارونه ددې وحشیانو لپاره یوه عادی خبره ده.
    افغانان باید ځان تیر نه باسی او ددې وحشی ځناورو نه د خیر تمه ونه کړی بلکه د نابودولو لپاره يی لاس پکار شی.
    ددې فرعونیت انجام به انشاءالله ووینو ځکه چی دالله تعالی وعده ده چی ظالمان راپرزوی او ذلیله کوی يی.

  3. عجیبه ده،
    د اسلام په رونیزه مدرسه کی حتی د ژوندی حیوان د بدن د غړی غوڅېده جواز نلری نو د یو مسلمان او انسان د بدن د غړی غوڅېده به څنګه جواز ولری؟
    د طالب جان فقط ” پُسته ” اسلامی ده خو ” هسته ” ئې د کُفر څخه تشکیله سوېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب