دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ د فتوا په باره کي مختصر بحث | عبدالباري جهاني

 د فتوا په باره کي مختصر بحث | عبدالباري جهاني

 ( اووه لسمه برخه )

شیخ عبدالقادر جیلاني یا ګیلاني ۱۰۷۸- ۱۱۶۶

د صوفیانو او تصوف په باره کي د بحث ډېر زیات دوام موږ له موضوع څخه لیري کوي. البته لازمه ده چي  د اسلامي نړۍ د یوه له تر ټولو مشهورو شیخانو شیخ محی الدین عبدالقادر ګیلاني د ژوند په باره کي یوه مختصره یادونه وکړو؛ او دا وښیو چي څرنګه افسانو د هغه پر ژوند او اصلي عقایدو باندي اثر اچولی او خلک یې په لوی لاس له اصلي حقیقت څخه لیري کړي او ګمراه کړي دي.

ما پخپله د شیخ عبدالقادر جیلاني یا شیخ ګیلاني آثار چنداني نه دي لوستي. د هغه دېوان یوازي د ۷۴ غزلونو څخه جوړ دی او مالوستی دی یعني د فارسي ادب د صوفي شاعرانو مولنا، سعدي، جامي او نورو په پرتله یې ډېر کم شعرونه لیکلي دي او د کیفیت له مخي یې سړی معیاري شعرونه بللای سي. ما د شیخ عبدالقادر ګیلاني له کتابونو څخه یوازي  «جِلا الخاطر» ( د زړه تصفیه، پاکول) لوستی دی؛ او په هغه کتاب کي د شیخ تصوفي افکار راغلي دي خو د ده د عصر د صوفیانو په څېر مبالغې او بلند پروازی نه پکښی لیده کیږي. جلا الخاطر زیاتره پر اسلامي شریعت بنا دی او د شرک او نورو کبیره ګناهونو څخه د ځان ژغورلو او د ذکر او عبادت کولو توصیه کوي. دغه راز د شیخ ګیلاني په یوه بل اثر فتوح الغیب یا د غیب الهامات په نوم کتاب کي، چي ما یې ځیني نقل قولونه لوستي دي، هم د شیخ ګیلاني د عصر او یا له هغه څخه مخکي او وروسته صوفیانو په څېر داسي تصوفي افکار نه لیده کیږي چي له شریعت سره دي څرګند مغایرت ولري.

شیخ عبدالقادر ګیلاني، چي په غوث الاعظم او غوث الثقلین هم شهرت لري، یو ښه عابد، زاهد او واعظ وو. د خپل عصر او له خپل عصر څخه مخکي او وروسته صوفیانو په څېر کفرونه یې نه ویل او د نورو صوفیانو هغه لاپي او له خدای سره د مستقیمو خبرو، الهاماتو او خوبونو خبري چي د ګیلاني په عصر کی رواج وې د ده په دغه کتاب او په هغه بل اثر فتوح الغیب کي نه لیدل کیږي او هه یې ځان، د نویو صوفیانو په څېر، د حق په وجود کي فنا کړی چي د حق په ذات کي به داسي ورک سول لکه څاڅکی په دریاب کي.

شیخ عبدالقادر ګیلاني، د نورو زاهدانو او دیني علماوو په څېر، د دنیا او دولت ذخیره کول د ایمان زوال بولي او لیکي « افسوس د هغو کسانو پر حال چی یوه طلا پربله ایږدي او د دنیا ذخیره کول او حرص یې پای ته نه رسیږي. دغه طلا او پیسې به لړمان او ماران سي او دی به چیچي. د طلاسِکې د اورذخیره کول دي. دا دنیا د اعمالو او مشغولا او هغه دنیا د وېري ځای دی. دا نو په بنده پوري اړه لري چي جنت انتخابوي او د دوږخ لاره اخلي . . . » Jila al – Khatir P 157

د دې کتاب زیاتره برخه له بدو څخه د پرهېز کولو، په دنیا پوري د زړه نه تړلو او د آخرت لپاره د توښې برابرولو په باره کي توصیې دي. او کله چي د فنا په باره کي لیکنه کوي نو هم یې روحیه او مطلب له نورو معاصرو شیخانو او وروسته مشهورو شیخانو له لیکنو سره توپیر لري. مثلاً د « فناء » په باره کي چي، زیاتره شیخان یې د صوفیانو لپاره وروستی مقام او ځیني نور صوفیان تر دې هم د لوړ مقام « بقاء» یادونه کويو د شیخ ګیلاني وینا او لیکنه له نورو صوفیانو سره څرګند توپیر لري:

« که ته سم او مناسب سلوک وکړې نو ته به د یقین په سترګو لیدل کوي لکه علي کرم الله وجهه چي وايی که حق متعال نقابونه لیري کړي نو هم به پر هغه باندي زما یقین تر دغه زیات نه سي. کله چي له حضرت علي څخه پوښتنه وسوه چي تا خدای لیدلی دی؟ علي په جواب کي وویل چي که مي لیدلی نه وای نو عبادت به مي نه ورته کولای. له یوه بل صادق او ښه سړي څخه همدغه پوښتنه وسوه هغه وویل چي که مي خدای نه وای لیدلی نو زه به ځای پر ځای مړ سوی وای. که یو څوک زما څخه پوښتنه وکړي چي خدای څرنګه لیدلای سم نو زه به ورته ووایم چی کله سړی له خپل زړه څخه ټول مخلوقات وباسي او یوازي حق متعال ته په زړه کي ځای ورکړي نو هغه خدای لیدلای سي او چي د نبده زړه غواړي په هغه اندازه به خدای ته نیژدې سي. دی به خپل خدای په خپل باطن کي داسي وویني لکه خلک چي یې په ظاهره ویني. دی به خپل خدای داسي وویني لکه حضرت پیغمبرص چي د معراج په شپه کي خپل خدای ولیدی. . . . » Ibid P 147

البته پخپله حضرت رسول اکرم ص هم نه دي ویلي چي حق متعال یې لیدلی دی. د ابوذر له قوله ویل سوي دي چي وایی ما له حضرت پیغمبرص څخه پوښتنه وکړه چي ده خدای لیدلی دی؟ په جواب کي یې راته وویل چي هغه نور دی. زه نور څرنګه لیدلای سم؟  صحیح مسلم، کتاب الایمان حدیث ۳۴۱

عبدالله بن شقیق وايي ما ابوذر ته وویل چي که مي پیغمبرص لیدلی وای نو ما به له هغه څخه دا پوښتنه کړې وای چي آیا هغه خدای تعالی لیدلی دی؟ ابوذر راته وویل چي ما له پیغمبرص څخه همدغه پوښتنه وکړه او هغه راته وویل چي ما یو نور ولیدی. هغه کتاب حدیث ۳۴۲

کله چي حضرت پیغمبرص وايي چي خدای نور دی. زه نور څرنګه لیدلای سم. او یا وايي چي ما یوازي یو نور ولیدی. نو حضرت علي یا بل کوم عابد څرنګه د هغه د لیدلو ادعا کولای سي. د حق متعال د لیدلو په باره کي، د شیخ عبدالقادر ګیلاني دا وروستۍ خبري هم د هغه وخت د نورو شیخانو د افکارو او عقایدو انعکاس دی. او ده پخپله هبڅ وخت د حق متعال د لیدلو ادعا نه ده کړې.

د شیخ عبدالقادر ګیلاني د فتوح الغیب د کتاب په حواله لیکل سوي دي چی دی وايی صوفیانه بصیرت انسان ته د واقعیت په باب داسي معرفت ور په برخه کوي چي هغه د عقل له لاري نه ترلاسه کیږي. ځکه چي صوفیانه کشف او مشاهده د انسان د عقل په قدرت کي نسته. تصوف په مختلفو مرحلو کي د حق متعال جلال او جمال بنده ته څرګندوي. Sharif, A History of Muslim Philosophy Vol 1 P 353

شیخ ګیلاني په دې عقیده دی چي تصوف د بحث او مطالعې نتیجه نه ده بلکه د لوږي، خوارۍ او محرومیت نتیجه ده. تصوف یعني سخاوتمندي، په رضا اوخوښي تسلیمېدل، صبر او د پرله پسې عباداتو، له مخلوق څخه د ګوښه کېدلو، خرقې اغوستلو، په نړۍ کي د ګرځېدلو، فقر او تواضع، صداقت او ریښتینولی له لاري له حق سره د تماس حاصلولو نتیجه ده. Ibid P 353

کله چي د شیخ ګیلاني څخه مخکي او وروسته صوفیانو عقایدو ته وکتل سي نو ګورو چي دی سره له هغه چي د تصوف لپاره تبلیغ کوي مګر د هغوی له عقایدو سره مخالف دی او زیاتره د یوه عابد او زاهد حیثیت لري. د تصوف د عقایدو یو لوی علمبردار شیخ محی الدین ابن عربي دی، چي په مسلمانانو کي، او په تېره بیا هغو مسلمانانو کي چي له تصوف سره خاصه مینه لري، په شیخ الاکبر یا ستر شیخ مشهور دی. که د شیخ ابن عربي ځیني خبري، لیکني او اشعار وکتل سي نو بالکل د کفر درجې ته رسیږي او حتی لا یې سړی مستقیماً کافر او زندیق بللای سي. خو د شیخ ګیلاني په اشعارو او لیکنو کي داسي ادعاوي او ویناوي نسته چي هغه له شریعت سره ډېر لږ توپیر هم ولري.

ابن عربي  ۱۱۶۵ -۱۲۴۰د خدايی الهام خارجي منابع ردوي او وايی چي په حقیقت کي هر شی خدای دی. دی دا عقیده له توحید سره مخالفه بولي چي خدای الهام استوونکی او بشر د هغه له لاري د معرفت ترلاسه کونکی وبلل سي. Ibid P 404

ابن عربي په خپلو آثارو کي یوازي د حق متعال وجود، چی دی یې واجب الوجود، بولي مني او نور ټول موجودات د هغه وجود سیوری او ټول پخپله هغه بولي « ستاینه دي وي هغه ته چي ټول شیان یې پیدا کړل او دی پخپله (عینها) یا هغه دی. Ibid P405

ابن عربي وايی « لیس فی الدار غیرهُ دیار» یعني په جهان کي پرته له هغه بل اوسېدونکی نسته. او وايی چي « لاموجود الاّ الله» پرته له الله بل موجود نسته.

ابن عربي نه یوازي لوی عالم او شاعر وو او خپل عقاید یې، چي مستقیماً د کفر بوی ورڅخه ولاړېدی، په داسي توګه بیانول چي عوام خو لا پرېږده چي خواص هم سم نه په پوهېدل او دغه علت دی چي په اسلامي نړۍ کي اوس هم په شیخ الاکبر مشهور دی. یو شعر یې، چي له عربي څخه انګلیسي ته ترجمه سوی او ما په پښتو ترجمه کړی دی، د د ې مدعا ښه شاهد دی:

ته مي هر وخت سې لیدلای زه دي نه وینم خاونده

کله کله دي زه وینم ته مي نه وینې څرګنده

ته ما وینې چي زه هر وخت سم کولای ګناهونه

خو بیا هلته تا نه وینم راکوې چي عذابونه

زه یې وینم را کوي چي له خپل فیضه کومکونه

چي یې فیض په دعا غواړم دی مي نه ویني لاسونه. Ibid p 402

او یا داچي:  اې خالقه چي مخلوق دي ټول راجمع کړل په ځان کي

تا را ټول او یو وجود کړ خپل مخلوق په دې جهان کي

هغه لایتنا هي چي تا له خپل وجوده خلق کړ

تا وجود ورته دریاب کړ هر څه ورک دي ستا په شان کي  Ibid P 410

برهان الدین ابراهیم البقایی( وفات ۱۴۵۴) چي د خپل وخت یو لوی متشرع عالم وو ابن عربي په کفري عقایدو محکوم کړی وو. البته دا یوزي بقايی نه وو بلکه ډ‌یرو نورو مذهبی عالمانو هم د هغه د شرک فتوا صادره کړې وه. ابراهیم البقايی د ابن عربی د عقایدو په رد کي دوه بشپړ کتابونه ولیکل او یو ځای لیکي:

« ده ځان د خلکو په جامه کړی وو او له دې لاري یې ډېر خلک وغولول. ده خپل دریځ د خلکو پر عقایدو بناء کړی وو؛ مګر په کراره کراره یې هغوی د ګمراهی خواته بېول او خلکو ته یې داسي سوالونه ور پیداکول چی حل یې ګران وو. دی د خلکو په غولولو کي تر بل هر چا زیات ماهر دی. له پیغمبرص څخه یې موثق احادیث نقلول وروسته به یې هغو احادیثو ته داسي تاو ورکړ چي د هر چا سر نه په خلاصېدی. په دې توګه ده خپل ګمراه کړي پیروان د خپل وروستي هدف خواته رهنمایی کول چي د ټولو مذهبی عقایدو ردول دي. د دغه راز عقایدو درلودونکي او حمایه کونکي ځانونه د مسلمانانو په جامه کي پټوي، لمونځونه او نفلونه کوي او روژې نیسي. دوی په حقیقت کي د ملایانو او زاهدانو په خرقو کي راوتلي ملحدین دي. او د صوفیانو په نامه الحاد تبلیغوي» Ibid P 407

ځینو لیکوالو او څېړونکو، په غلطه، شیخ ګیلاني د وحدت الوجود د عقیدې پیرو او د همدغي عقیدې څښتن او مبلغ بللی دی او وايی چي د شیخ د آثارو جوهر همدغه عقیده ده. صادقي، پیرګیلان ص ۱۰

د صادقي دا خبره ځکه اساس نه لري چي شیخ ګیلاني نه یوازي وجودي صوفي یا د وحدةالوجود د عقیدې څښتن صوفي نه وو بلکه د حق متعال د ذات په باره کي، چي د وحدةالوجود او حتی وحدةالشهود د عقایدو اساسي موضوع ده، له سره څه لیکلي نه دي.

شیخ محی الدین ګیلاني نه د منصور او بایزید په څېر د خدايی دعوه وکړه او نه بنده ته په داسي قدرت قایل سو چي د شریعت سره به یې اختلاف درلود. او نه یې هیڅ وخت د کراماتو او الهاماتو دعوه وکړه. هغه که څه هم یو صوفي وو او د قادریه سلسلې موسس ګڼل کیږي؛ خو له ځوانۍ څخه د عمر تر پایه پوري شریعت ته پابند پاته سو او له هغه څخه د شریعت په خلاف یوه خبره هم پاته نه ده. مګرد هغه په باره کي، د پخوانیو زمانو تر ټولو اولیاوو، د کراماتو او خارق العاده کارونو افسانې ډیري دي.

ډېره په زړه پوري خبره دا ده چي د اولیاوو په باره کي، په هغو کتابونو کي چي د شیخ ګیلاني له وفات څخه شل دیرش یا حتی ۸۰ او ۱۰۰ کلونه مخکي د اولیاوو په باره کي لیکل سوي دي؛ د شیخ ګیلاني نوم قدر هم نه دی یاد سوی. د مثال په توګه د شیخ فریدالدین عطار ۱۱۴۰ـ ۱۲۲۱ تذکرة الاولیاء، چي د شیخ عطار د زمانې او له هغه څخه مخکي وختونو د تقریباً ټولو مشهورو اولیاوو نومونه راغلي دي؛ د شیخ ګیلاني یادونه نه ده سوې. دا امکان نه لري چي شیخ عطار دي داسی یو مهم پیر او مشهور مرشد له قلمه غورځولی یا هېر کړی وي چي په خپله زمانه کي یې شهرت پر ټول عالم اسلام باندي خپور وو. په تذکرة الاولیا کي د شیخ ګیلاني د نوم له نشته والي څخه سړی په زغرده ویلای سي چي د شیخ ګیلاني په باره کي کیسې او افسانې ډیري وروسته جوړي سوي دي. دغه راز په اسرارالتوحید فی مقامات شیخ ابوسعید کي، چي د ابوسعید له وفات څخه ډېر کلونه وروسته او د شیخ ګیلاني د شهرت په زمانه کي لیکل سوی دی، هم د شیخ عبدالقادر ګیلاني نوم قدر ته اشاره نه ده سوې. او تر ټولو عجیبه دا ده چي د ابن جوزي ۱۱۱۶-۱۲۰۰ په کتاب « تلبیس ابلیس » کي چي د هغو صوفیانو په خلاف لیکل سوی دی چي د شریعت خلاف کارونه کوي، شیخ ګیلاني ته، د یوه مرشد او پیر په حیث بیخي اشاره نه ده سوې. په داسي حال کی چي دا کتاب به د شیخ ګیلاني له وفات څخه لږترلږه ۵۰ کاله وروسته لیکل سوی وي. خو د وروسته کتابونو په حواله لکه  « نفحات الانس» او نورو کي د شیخ ګیلاني په باره کي ډیري زیاتي افسانې راغلي دي. حتی د شیخ سهروردي په عوارف المعارف نومي کتاب کي، چي جامي یې د شیخ ګیلاني شاګرد بولي، هم له شیخ ګیلاني سره د مستقیم لیدلو یادونه نه ده سوې.

شیخ جامی، د صوفیانو په باره کي، په خپل مشهور کتاب نفحات الانس کي لیکي چي شهاب الدین سهروردي له خپل کاکا سره شیخ ګیلاني ته ورغی. د سُهروردي کاکا شیخ ګیلاني ته شکایت وکړ چی زما  وراره ټوله ورځ د علم کلام په زده کړه لګیا وي. شیخ ګیلاني د شهاب الدین سهُروردي پر سینه باندي لاس کښېښود. له هغه څخه یې ټول علم کلام هېر کړ او هغه ته یې الهامي علم ورباخښه. جامي، نفحات الانس ص ۵۱۵

مګر پخپله شیخ شهاب الدین سهروردي نه د دې پیښي یادونه کوي او نه یې له شیخ ګیلاني سره د لیدني ذکر کړی دی. یو ځل لیکي چي اورېدلي مي دي چي شیخ عبدالقادر یوه سړي ته، چي ده ته یې ارادت درلود، خپل مرید ور واستاوه او د یوه اندازه پیسو غوښتنه یې ورڅخه وکړه . . . عوارف المعارف ص ۸۲

بل ځای لیکي چي وامي ورېدل چي شیخ عبدالقادر ښه ډېر وخت په دې فکر کي وو چي واده وکړي او کنه؛ خو له دې ویري یې واده کولو ته زړه نه ښه کاوه چی ویل یې واده او کورني مسایل به یې له ذکر او د خدای له یاده څخه وباسي. تر څو چي حضرت رب العزت اجازه ورکړه او ده هم څلور ښځي په نکاح کړې. هغه کتاب ص ۸۷

لومړی خو وینو چي بیا هم شیخ سُهروردي د شیخ عبدالقادر کیسه له اورېدلو څخه کوي او له هغه سره د لیدلو خبره نه یادوي. دوهم دا چي رب العزت هیڅ وخت څوک له واده کولو څخه منع کړي نه دي چي د واده کولو لپاره د هغه اجازې ته ضرورت وي. او که چیري واده سړی له ذکر څخه باسي نو بیا چي اجازه ورته وسوه څلور ښځي یې څرنګه وکړې؟

شیخ عبدالقادر ګیلاني د خپل پیر او استاد شیخ ابوسعید المخزومي  ۱۰۱۳-۱۱۱۹په څېر د حنبلي مذهب درلودونکی او یو متشرع صوفي وو. د هغه عقاید، د نورو صوفیانو په خلاف، له اسلامي شریعت څخه هیڅ ډول انحراف نه مني. شیخ توصیه کوي چي د عابد ټوله تکیه او اعتماد باید پر الله باندي وي او مخکي له هغه چي خلوت ته ننوزي باید چي ځان یې په علم سمبال کړی وي: « هیڅ وخت په ناپوهي کي خلوت ته مه ننوزه  ځکه چی په ناپوهي کي خلوت د بنده د بشپړي ګمراهی خطر لري. ځکه نو رسول ص ویل چی یو ځل ځان په علم سمبال کړه او بیا نو له خلکو ګوښه سه. تر څو چي په جهان کي یو څوک لرې چي پر هغه باندي تکیه وکړې نو دا لازمه نه ده چي خلو ت ته داخل سې او له خلکو څخه ځان ګوښه کړې. ته باید یوازي له یوه څخه وبېرېږې او یوازي یوه ته هیله او امید ولرې او هغه الله عز وجل دی. مه په دې دنیا، مه په مخلوق او مه په آخرت پوري زړه تړه بلکه ټوله تکیه دي باید پر الله عز وجل وي. . . » Jila al Khatir P 141

شیخ ګیلاني د دنیا او دولت له ذخیره کولو سره مخالف دی او وايي چي سره زر او پیسې به بالاخره سړي ته لړمان او ماران سي او چیچي به یې Ibid 157

شیخ عبدالقادر ګیلاني، د خپل عصر او له ده څخه مخکي او وروسته صوفیانو د سلوک په خلاف، له زیارتونو او اولیاوو څخه د مرستي غوښتلو سره مخالف دی. په داسي حال کي چي په هغو کیسو کي چي اولیاوو ته منسوبي دي هیڅ ولي دا خبره نه ده کړې. بلکه ټول اولیاء له خپلي زمانې څخه مخکي د قدیمو اولیاوو د  کراموتونو کیسې کوي او په دې توګه غواړي چي خپل کرامت او ولایت ته د خلکو توجه جلب کړي.

فتاوای رحیمیه د شیخ ګیلاني د مهم کتاب فتوح الغیب د ۱۵۰ مخ په حواله لیکي: «د بلا او مصیبت د دفع کولو لپاره له بنده ګانو څخه مرسته مه غواړه. ځکه چي له بنده ګانو څخه د مرستي غوښتل خدای ته د شریک نیولو معنا لري. د حق تعالی په جهان کي هیڅوک د هیڅ شي مالک نه دی. څوک تاته نه تاوان او نه ګټه در رسولای سي. نه څوک له چا څخه رنځ دفع کولای سي او نه څوک په رنځ مبتلا کولای سي. یوازي حق متعال دی چي انسان ته نجات ورکوي بل څوک نجات نه سي ورکولای»  فتاوای رحیمیه دوهم جلد ص ۱۱۰

موږ ګورو چي شیخ عبدالقادر ګیلاني په خپلوکتابونو کي نه یوازي پخپله د کرامت ادعا کړې نه ده بلکه نورو ته هم توصیه کوي چي هره مرسته باید له خدایه څخه وغواړي. خو د نفحات الانس په څېر کتابونو کي او د عوامو په منځ کي هغه ته داسي کیسې منسوبي دي چي نه په عقل د منلو دي او نه د شریعت پر اساس برابري دي. مثلا په ماشومتوب او لومړنۍ ځواني کي مي په کندهار کي هغه اوږده سندره په یاد ده چي یوه سپین سرې ښځه پیر ګیلاني ته راغله او هغه ته یې عرض وکړ چي څو کاله مخکي یې د زوی کښتۍ، چي د واده مراسم پکښی روان وه، له ټولو سپرو کسانو سره په رود کي ډوبه سوې ده او دا له هغه وخته له خواشینۍ څخه خوب نه لري. که شیخ دعا وکړي او د هغې زوی بیرته ورته ژوندی کړي. شیخ چي هر څه عذرونه ورته وکړل ښځي نه منل او په پای کي شیخ دعا وکړه او کښتۍ له ټولو سورلیو سره له رود څخه راپورته سوه. عجیبه خو لا دا چي په کښتۍ کي ساز او نڅا لا روانه وه او خلکو داسي فکر کاوه چي اصلاً هیڅ پېښ سوي نه دي. خلکو دې کیسې ته سرونه ښورول. ټولو منل او هیچا دا سوال نه کاوه چي لس هاوو کسانو ته بیرته روح بخښل د حق متعال د ارادې مخالف کار دی او دا یوازي د حق متعال په قدرت کي ده چي مړ انسان بیرته ژوندی کړي او بنده دا وس او قدرت نه لري.

زما هغه سندره هم په یاد  ده چي یوه بله ښځه پیر ته په ژړا او زاریو راغله او ورته ویل یې چي د هغې زوی زمري خوړلی دی او دا خپل زوی بیرته ژوندی غواړي:

راغله یوه ښځه دستګیر له سر سرتوره

کوچنی زوی مي زمري راڅخه وړی دی په زوره

ښځي له پیر څخه غوښتل چي د هغې زوی بیرته ورکړي.

پیرویلې ښځي زما به نه وي دونه وس

خوړلی به زمري به وي زه به ورکمه نفس

البته ښځه د پیر په عذرونو او دلایلو قانع نه سوه او پر خپله خبره ټینګه وه چي تر څو د هغی زوی بیرته ورته را ژوندی نه کړي دا به د شیخ له درباره څخه بلي خواته ولاړه نه سي. بالاخره شیخ زمری را وغوښت او د زمري له نس څخه یې د ښځي زوی چي ډېر پخوا یې خوړلی وو بیرته  ژوندی ورته را وایست. داسي کیسې به حتماً نوري هم وي او د شیخ په مدح کي دونه قصیدې لیکلي سوي او دونه کیسې جوړي سوي دي چي یو بشپړکتاب کیږي. ما له هیچا څخه هیڅ وخت نه دي اورېدلي چي د شیخ ګیلاني په باره کي دغه راز جوړو سویو کیسو او افسانو په باب یې یوه شېبه هم شک کړی وي. او نه چا جرأت کولای سوای او نه اوس جرأت کولای سي چي هغه ته د منسوبو کیسو په باره کي شک څرګند کړي؛ ځکه چي خلک به یې سمدستي کافر وبولي او که یې بیخي ډېر مراعت وکړي نو وهابي به یې وبولي او زموږ خلک وهابي ته، چي اصلاً یې په معنی نه پوهیږي، د کافر په سترګه ګوري.

فتاوای رحیمیه د شیخ محی الدین ګیلاني د همدغه فتوح الغیب د کتاب د ۵۸ مخ په حواله لیکي:  « هر څه چي غواړې هغه له یوه خالق څخه وغواړه. هغه چي ستا غوښتني اوري او ستا آرزو پوره کوي هغه واحد خدای دی. هغه د ټولو پاچاهانو پاچا دی. د ټول مخلوق زړونه او وجودونه د هغه په لاس کي دي. لنډه دا چي څوک پرته له خدایه  له کوم ولي یا نبي څخه غوښتنه کوي او په دې عقیده وي چي هغه به یې د زړه مراد پوره کړي دا غلطه او باطله عقیده ده او د اسلامي تعالیمو خلاف ده. . . . » فتاوی رحیمیه لیکي څوک چي فکر کوي چي په قبرونو کي مړي ژوندي دي او هغوی خپلي مرستي ته رابولي او د یا رسول الله! او یا عبدالقادر ګیلاني! او دغه راز نور نومونه د مرستي غوښتلو په منظور یادوي دا کفر دی. هغه کتاب هغه مخ

دا هغه کتابي او شرعي خبري دي چي د صوفیانو او اولیاوو په عقایدو کي نه لیده کیږي. برعکس، صوفیانو د کراماتو او د قبرونو د زیارتونو او له هغوی څخه د مراد غوښتلو لپاره تبلیغ کاوه او په دې خُرافاتو یې خپل بازار ګرم ساتلی وو.

شیخ محی الدین ګیلاني نه خلکو ته له دنیا څخه د لاس اخیستلو او نه له سهاره تر ماښامه په خلوت کي د کښېنستلو توصیه کوله. پخپله شیخ هم څلور ښځي او هم ډېر زیات اولادونه درلودل او خپل ټول ژوند یې د خلکو په منځ او د دیني علومو په تدریس او نصیحت تېر کړ. البته د هغه له وفات څخه وروسته یې اولادونو او مریدانو، د خپلو شخصي ګټو او امتیازاتو ترلاسه کولو په غرض، د هغه په باره کي داسي افسانې جوړي کړې چي نه په عقل د منلو او نه د شریعت په اساس جایزي وې.

جامي لیکي چي د محی الدین ګیلاني مور فاطمه بنت ابی عبدالله صومعي ویلي دي چي کله  زما زوی عبدالقادر وزېږېدی؛ هیڅ وخت یې د روژې په میاشت کي شیدې ونه رودلې. او یو ځل د روژې د میاشتي هلال په وریځ کي پټ وو. خلکو د شیخ ګیلاني له مور څخه پوښتنه وکړه هغې ورته وویل چي نن عبدالقادر شیدې نه دي خوړلي. اخر معلومه سوه چي په هغه ورځ روژه وه. جامي، نفحات الانس ص ۵۰۷

البته دا کیسه له جامي څخه څه باندي درې سوه کاله مخکي علي بن عثمان الهجویري د یوه بل لوی شیخ سهل بن عبدالله تستري په کراماتو کي راوړې ده او لیکلي یې دي چي سهل بن عبدالله په هغه ورځ چي له موره وزېږېدی روژه وو او په هغه ورځ چي وفات سو روژه وو. هجویري، کشف المحجوب ص ۴۱۶

داسي ښکاري چي یا پر شیخ ګیلاني باندي د مولنا جامي پېرزوینه زیاته وه او یا دا افسانه، له جامي څخه ډېر پخوا، شیخ ګیلاني ته منسوبه سوې وه او په اصل کي شیخ تستري ته منسوبه وه. په هر صورت د افسانه نه په عقل د منلو ده او نه پر شریعت برابره ده. البته د اولیاوو او صوفیانو ټولي کیسې تر دې عجایبي دي. دلته یې د زیاتو مثالونو د راوړلو لپاره ځای نسته.

مولناجامي، چي د شیخ ګیلاني څخه څه باندي ۳ سوه کاله وروسته ژوند کړی دی؛ نو د ده تر زمانې پوري، د شیخ ګیلاني په باره کي دونه افسانې جوړي سوي وې چي کتابونه په ډک سوي ول. شیخ جامي لیکي: «یوې ښځي خپل زوی شیخ عبدالقادر ته راووست ویل یې اې شیخه دا یو زوی مي دی غواړم چي ستا تر سیوري لاندي وروزل سي او پر تا باندي یې سپارم. شیخ ورسره ومنله او هغه هلک یې وظیفو ته کښېناوه او ریاضت یې ورباندي کاوه. یو څه وخت وروسته هغه ښځه د شیخ هستوګنځي ته ورغله او ویې لیدل چي زوی یې اوربشینه ډوډۍ خوري او له کم خوراکی او بې خوبۍ څخه ډنګر سوی او ژړ سوی دی. ښځه شیخ ته ورغله او ویې لیدل چي د شیخ مخي ته یو لوی غوري پروت دی او څنګ ته یې د چرګانو هډوکي پراته دي. ښځي وویل یاشیخه! ته چرګان خورې او زما زوی ته اوربشینه ډوډۍ ورکوې؟ شیخ پر هغه هډوکو باندي لاس تېر کړ او ویل یې قوموا باذن الله الذی یحیی العظام وهی رمیم. پاڅه د هغه خدای په اجازه چي وراسته سوي هډوکي هم بیرته ژوندي کوي. هغه چرګ ژوندی سو او آذان یې وکړ. شیخ ښځي ته وویل هر وخت چي ستا زوی دغه مقام ته ورسېدی ورته ووایه چي زړه یې غواړي هغه وخوري. جامي ص ص ۵۲۰-۵۲۱

تر دې کیسې لا دا عجایبه ده چي وايي شیخ یوه ورځ مجلس راغونډ کړی او وعظ یې کاوه. یو ناڅاپه باران پیل سو او خلک سره تیت سول. شیخ سترګي اسمان ته ونیولې او په ډېر قهر یې وویل یې زه یې راجمع کوم ته یې متفرق کوې؟ د شیخ له دې خبري سره باران ودرېدی او خلک بیرته را ټول سول او له مجلس څخه بهر باران اورېدی. هغه کتاب ص ۵۲۱

« له شیخ عبدالقادر څخه چا پوښتنه وکړه چي د محی الدین د لقب د ایښودلو علت څه وو؟ شیخ ورته وویل د جمعې ورځ وه او له ځینو سفرونو څخه ستړی ستومانه لوڅي پښې بغداد ته ورسېدم. په لاره کي مي یو سړی ولیدی چي رنګ یې ژړ او پر هډوکو یې پوست وچ سوی وو. کله چي زه ورته را ورسېدلم نو پر ما یې ږغ وکړ چي السلام علیکم یا عبدالقادر! د سلام جواب مي ورکړ او ماته یې وویل چي را نیژدې سه. چی ورنیژدې سوم ویل یې ما درپورته کړه. چي راپورته مي کړ رنګ یې کرار کرار سور سو او څېره یې روښانه سوه. ویل یې ودي پېژندلم؟ ما ویل نه. ده ویل زه د اسلام دین یم. تا ولیدلم چي څونه کمزوری سوی وم او کله چي تا راپورته کړم بیرته تازه سوم او خدای تعالی زه په تا ژوندی کړم. ته محی الدین یې (د دین ژوندی کونکی یې، جهاني) دی مي هلته پرېښود او زه مسجد ته ولاړم. په مسجد کي یوه سړي څپلۍ راته کښېښودې او ویل یې یاشیخ محی الدین او چي هر څوک مي لیدل په همدغه نامه یې خطاب راته کاوه » هغه کتاب ص ص ۵۱۹-۵۲۰

شیخ ګیلاني په یوولسمه او دوولسمه میلادي پېړۍ کي ژوند کړی دی. په هغه زمانه کي اسلام دونه کمزوری سوی نه وو چي پر مځکه دي پروت وي او یو څوک دي هغه له خاورو څخه راپورته کړي. داسی به یې فرض کړو چي دا کیسه ریشتیا ده؛ او د اسلام دین د شیخ له برکته ژوندی وو. که د اسلام مرګ او ژوند د شیخ ګیلاني په وجود او ژوند پوري تړلی وای نو اوس خو د شیخ ګیلاني له وفات څخه څه باندي ۸۵۰ کاله تېر سوي دي. اسلام باید بیخي له منځه تللی وای.

د شیخ یو مرید نکل کاوه چي د جمعې په یوه ورځ له شیخ سره مسجد ته ولاړم. هیچا شیخ ته ونه کتل او سلام یې ورته ونه کړ. زه حیران سوم چي دا ولي. زه په دغه فکر کي وم چي شیخ زما خواته وکتل او ویې مسل. په دغه وخت کي خلکو د شیخ پرلور هجوم راووړ. خلک دونه زیات سول چي زه اوشیخ یې سره لیري کړو. شیخ ماته وویل دا تا پخپله وغوښته. ته پوهېږې چي د خلکو زړونه زما په لاس دي. چي وغواړم له ځان څخه یې وګرځوم راڅخه لیري کیږي او که وغواړم ځانته یې مایل کړم ټول زما پر لور راځي. هغه کتاب ص ۵۲۱

په داسي حال کي چي د زړونو مالک یو خدای دی؛ او دا قدرت پخپله له حضرت رسول ص سره موجود نه وو او کفار یې د توري په زور یا له منځه وړل او یا یې مسلمانانول. که څه هم چي دا کیسې د شیخ محی الدین ګیلاني له وفات څخه سل دوه سوه کاله وروسته جوړي سوي او ورپسي تړلي سوي دي او هغه په خپل ژوند کي هیڅ وخت د کراماتو دعوې نه دي کړي. د هغه لیکلي آثار او اشعار پاته دي او په هغو کي د شریعت په خلاف یوه خبره هم نسته.  خو له شیخ ګیلاني څخه مخکي او وروسته شیخانو هم د خدايی دعوې کړي او هم یې ځانونه تر حضرت رسول اکرم ص لوړ بلل. په دې ارتباط د شمس او مولنا کیسه دلچسپه ده:

وايی چي شمس الدین تبریزی په ۶۴۲ هـق کي د خپلو مسافرتونو په لړ کي قونیې ته ورسېدی. په قونیه کی یې ولیدل چي مولنا جلال الدین رومي د خپلو شاګردانو په مخ کي پرآس یا خره سپور روان وو. شمس یې مخي ته ودرېدی او مولنا ته یې ویل چي اې د مسلمانانو امامه! شمس لوړ دی او که مصطفی ص؟ مولنا وايي د دې سوال هیبت دونه زیات وو چي ما فکر وکړ چي اووه آسمانه پر مځکه راپرېوتل او زما له باطن څخه یو لوی اور پورته سو او ومي لیدل چي دود یې تر عرش پوري ورسېدی.( ته نو اوس دې لاپو ته ګوره. د شمس د یوه نامعقول او غیر اسلامي سوال دونه اغېزه وه چي د مولنا له باطن څخه یې اور پورته کړ او دود یې عرش ته ورسېدی)  وروسته مي ورته وویل چی مصطفی ص تر ټولو کایناتو ستر دی. د بایزید او د هغه مقام څرنګه مقایسه کېدلای سي؟ شمس وویل نو څرنګه مصطفی ص وویل چي ستاینه  دي وی تا خدای لر ه چي لکه څرنګه چي لازمه ده هغسي مي پېژندلی نه یې ( سبحانک ما عرفناک حق معرفتک) او بایزید وویل چي سبحانی ما اعظم شانی و انا سلطان السلاطین ( ستاینه دي وي ما لره زما څومره لوړ مقام دی او زه د سلطانانو سلطان یم) جامی، نفحات الانس ص ۴۶۶

هغه شمس چي که یې په ریشتیا هم د ولایت او کراماتو څرګندولو مقام پیدا کړی وي نو هغه به یې د کلمه طیبة او کلمه شهادة له برکته ترلاسه کړی وي. داسي دعوه کوي چی له آدم ع څخه تر حضرت رسول ص پوری هیڅ پیغمبر نه وه کړې او مولنا هم تش د هغه په باره کي د یوه سوال په اثر اور اخلي او دود یې عرش ته رسیږي. د صوفیانو لاپي تمام نه لري او د دغو لاپو اثر دی چي جاهل مخلوق یې قبرونو ته سجدې کوي او د دې پرځای چي هرڅه له خالق تعالی څخه وغواړي؛ د هغو کسانو له قبرونو څخه یې غواړي چي یا مستقیماً د شرک مرتکب سوي او یا یې مریدانو، پیروانو او ټګانو د خپلو نسونو د مړولو او مړۍ د غوړولو په غرض کفرونه او معجزې ورپوري تړلی دي.

زموږ ملایان، علماء او مفتیان د دې څرګندو کفرونو په مقابل کي خاموش پاته دي او ریښتونې فتوا ځکه نه سی ورکولای چي هم د جاهلو  عوامو له عام ذهنیت څخه بیریږي او هم یې د عوامو په جاهل ساتلو کي ګټه ده. ځکه چي عوام که هوښیار سي نو بیا له دوی سره پخپله هم حساب کوي او دې ته یې نه پرېږدي چي د ږیري د خریلو په ګناه یې د مرګ حکم صادر کړي او یا پر منبرونو باندي داسی احادیث ورته ووايی چي د حضرت رسول ص مقام ته څرګند سپکاوی وي. مُلا که ریشتیا هم فتوا ورکوي؛ که لس پنځه لس ټوکه فتاوا ورته لیکي نو باید چي د د دغه راز څرګند شرک پر  ضد فتوا ورکړي او د شرک د مرکزونو د خرابولو او نړولو امر وکړي.

که ملایانو د صوفیانو مشهور کتابونه، تذکرةالاولیاء، نفحات الانس، کشف المحجوب، اسرارالتوحید، عوارف المعارف او نور، چي ټول له کفرونو ډک دي، لوستي نه وي نو دوی خو ډېر بېخبره خلک دي. او که یې لوستي وي او د هغوی پر  کفرونو باندي سترګي پټوي نو بیا خو ډېر بېرندوکي خلک دي. د صوفیانو کتابونه ټول، په اصطلاح د اولیاءالله، له کفرونو او لاپوشاپو څخه ډک دي.

بایزید بسطامي وايي: « یو وخت مکې ته ولاړم هلته مي د ډبرو یوه خونه ولیده. ما ویل حج مي قبول نه سو ځکه چي ما داسی ډبري ډیري لیدلي دي. بل ځل ولاړم د کورصاحب مي ولیدی. ما ویل دا اوس هم د توحید حقیقت نه دی. دریم ځل ورغلم دا ځل مي د کورخاوند ولیدی او کور مي ونه لیدی. هاتف ږغ را باندي وکړ چي اې بایزیده! که دي خپل ځان نه وي لیدلی او ټول عالم دي لیدلی وي نو مشرک نه وې او که ټول عالم وویني او ځان هم ووینې نو بیا مشرک یې. هلته مي توبه وایسته او د خپلي هستۍ څخه مي توبه وکړه. هجویري، کشف المحجوب ص ۱۳۴

لومړی خو بایزید کعبه، چي د نړۍ د ټولو مسلمانانو قبله ده، او پنځه وخته سجده ورته کوي، د ډبرو یوه خونه بولي. دا بې ادبي که کفر نه وي نو یوه ستره ګناه خو ده. بایزید له خپلي هستۍ څخه توبه وایسته. د دې خبري مفهوم څشي دی؟ بایزید خپل ځان د الله تعالی په وجود کي ورک بولي او په وازه خوله نارې وهي چي له ما پرته بل الله نسته. لااله الّا انا فاعبدوني. پرته له ما بل الله نسته زما عبادت وکړی. دا شرک او الحاد نه دی؟ کوم مُلا یو وخت د بایزید د تکفیرولو فتوا ورکړې ده؟ تر قیامته به دا جرأت وکړي؟ دا ساختګي او جوړي کړي خبري نه دی بلکه د صوفیانو خپل کتابونه وایی او موږ یې مخکي مثالونه ورکړي دي.

مولناجلال الدین رومي، چي ایرانیان د هغه مثنوي د پهلوي ژبی قرآن بولي او وايي:

مثنوي معنوی مولوی

هست قرآن در زبان پهلوي

په خپل مثنوي کي د بایزید بسطامی د دې وینا څخه، چي ځان یې خدای باله، دفاع کوي او وايی چي بایزید دا خبري په عادي حالت کي نه بلکه د جذبې او له خدای سره د عشق د غلبې (سُکر) په حالت کي کولې؛ کنه نو بایزید بسطامي د هوښیاری (صحو) په حالت کي هیڅ وخت کفر نه کاوه. سُکر او صحو، د خلکو د غولولو او د خپلو کفرونو څخه د دفاع کولو لپاره د صوفیانو خپله اختراع ده؛ کنه په شریعت کي دا اصطلاحات نسته او د شِرک لپاره هیڅ ډول عذر نه منل کیږي.

شریعت ظاهر مني. په شریعت کي باطن نسته. که څوک کفر وکړي او پر خپله خبره او عقیده ټینګ سي؛ هغه کافر دی او که څوک کلمه طیبه او یا کلمه شهادة ووايی هغه ته هیڅوک مشرک ویلای نه سي.

« اسامه بن زید وايی پیغمبرص موږ ته پر جوهینه باندي د حملې مأموریت راکړی وو او موږ په سهار کي حمله ورباندي وکړه. یو سړی مي ولیدی چي ویل یې پرته له الله بل خدای نسته. ما هغه په نېزه وواهه. وروسته مي یوه ورځ دا خبره پیغمبرص ته وکړه. پیغمبرص پوښتنه راڅخه وکړه چي هغه وویل پرته له الله څخه بل خدای نسته او تا بیا هم هغه قتل کړ؟ ما ورته وویل چي هغه د وژل کېدلو له ویري وویل چي پرته له الله بل خدای نسته. اسامه وايی پیغمبرص وروسته راته وویل چي آیا تا د هغه سینه ورڅیره کړه او د هغه زړه دي وکوت او درته معلومه سوه چی هغه له وېري کلمه وویله؟ پیغمبرص دا سوال دونه تکرار کړ چي ما ویل کشکي مي په هغه ورځ ایمان راوړی وای او تېر ګناهونه او خطاوي به مي معاف سوي وای» صحیح مسلم، کتاب الایمان حدیث ۱۷۶

کشکي زموږ ملایانو د دغه ډول احادیثو په اساس قضاوت او عمل کولای. هم به یې خپل مأموریت، چي د خلکو رهنمایی کول دي، سم سرته رسولی وای او هم به یې مسلمانان د بېځایه شِرک او کفر له فتواو څخه فارغ وای.

    پاته لري

 د فتوا په باره کي مختصر بحث | عبدالباري جهاني 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب