سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې ۸۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي دي

په کابل کې ۸۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي دي

تاند (شنبه، د حمل ۲۵مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې تر ۸۰ زره ډېرې امنیتي کمرې نصب کړي دي.

د دغه وزارت ویندوی عبدالمتین قانع وویل چې دغو کمرو په پلازمېنه کې د ګڼو جرمونو له مخنیوي سره مرسته کړې ده.

قانع زیاته کړه، هڅې روانې دي چې په ټولو ولایتونو کې امنیتي کمرې نصب شي.

د قانع په وینا، په کابل کې اکثره کمرې په هغو ساحو کې اېښودل شوي چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده او مرکزي برخې دي.

ده یادونه وکړه چې د کمرو له نصبېدو وروسته یو شمېر مجرمان نیول شوي دي.

قانع د کمرو په وسیله د پېژندل شویو او نیول شویو مجرمانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.

2 COMMENTS

  1. خو ډیر کله هم دا کمری د برق د نشتوالی له وجی خپله وظیفه په درسته طریقه نشی اجرا کولی. کله چی ځینی وخت چک کیږی بیا وینی سره چی حادثه نده ثبت شوی و وجه یی هم د برق نشتوالی وو. بهتره ده چی دا کمری د لمریزی بریښنا په وسیله ۲۴ ساعته برق ولری تر څو د مجرمانو د نیولو جوګه شی. بیا هم ښه خبر دی مننه

  2. د کابل واکمنه اداره او اوسني واکمنان خو وايی چې موږ تاسې ته خپلواکي راوړې او امن مو راوستی دی، نو اتيا زره امنيتي کمرو ته څه اړتيا ده او حال دا چې ښکاره او پټ اطلاعات او ملي امنيت رياست او ټول واک يې هم په لاس کې دی.
    دوی خو تېر جمهوريت په همدې امنيتي کمرو ننګولو، خو اوس دوی يې شمېر له مخکې څو برابره زيات کړی دی. د هغو کمرو سره سره به دوی ورغلل او په روغتون، څلور لاري او پوهنتون او نورو عامه ځايونو کې به يې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وکړل چې اوس خو دوی خپله واکمن دي او دا پلمه يې هم ورکه ده چې ځانمرګی پری وشي، نو اوس يې دومره زيات شمېر کمرې د ځان د امنيت او که د خلکو د امنيت لپاره لګولي دي؟
    اقتصادي او رواني امنيت نشته. زده کړه او د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه او نور ښوونيز بنسټونه خو په ټپه بند دي چې هلته څوک ورشي او چاودنې او ځانمرګي بريدونه پکې وکړي او هغه د دوی په کارونه فدايي حملې او يا استشهادي بريدونو ته هم نوره پلمه ورپاتې نه ده چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم بيا راشي او د جومات په سر کښېني او د جومات له سره لاندې خلکو ته د دوی د شهادت او جنت شهادتنامې ورکړي.
    کابل لکه چې د فلسطين د غزا او له بيت الأقصی نه هم معتبر دی که څنګه؟ په کار خو دا ده چې دغه شهاتنامې خو هلته هغو مظلومانو او شهيدانو ته توزيع کړي او حال دا چې دلته هماغه موساد ته ورته ادارې آی ايس آی تربيه کړي دي، نو دغه کوزه اداره لکه چې له هغه بره ادارې ډېره معتبره او نازولې ده که څنګه؟ داعش يې هم له هماغې سوړې تربيه او تغذيه شوې او روزنه يې ترې اخېستې او لا يې راته روزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب