Homeخبرونهوسله ولو په بلوچستان کې ۹ پنجابي مسافر ووژل

وسله ولو په بلوچستان کې ۹ پنجابي مسافر ووژل

تاند (شنبه، د حمل ۲۵ مه) د بلوچستان ایالت په نوشکي کې نامعلومو وسله والو پرون (جمعه) له یوه بس څخه چې ایران ته روان وو، لږترلږه ۹ تنه کښته کړي او وروسته وژلي دي.

د بلوچستان پولیس وايي، وژل شوي کسان پنجابیان وو.

د دوی په وینا، وروسته له دې چې وسله والو بس نوشکي ته نژدې په سلطان چړايي کې ودراوه، د سپرلیو پېژندپاڼې یې وکتلې، هغوی چې پنجابیان وو، له بسه کښته او نور یې رخصت کړل.

د ۹ تنو مړي د بس د درولو له ځایه دوه کیلو متره لیرې وموندل شول.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. په بلوچستان کې پر پوځ او پولیسو اکثره بریدونه د بلوچستان د ازادۍ پوځ کوي.

بلوچ بېلتون غوښتونکي وايي چې د دوی خاوره پنجابیانو استعمار کړې ده. له همدې کبله دا احتمال شته چې دا پېښه له دوی سره تړاو ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...