دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد هندو باورو د غصب شویو ملکیتونو په اړه د طالبانو له...

د هندو باورو د غصب شویو ملکیتونو په اړه د طالبانو له هڅو د هند هرکلی

تاند( شنبه، د حمل ۲۵ مه) د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم هغه هڅې ستایلي، چې له غاصبانو څخه یې د افغان هندو باورانو او سیکانو د ملکیتونو او شتمنیو د بېرته ګرځولو په اړه اعلان کړې دي.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې د دغه وزارت تر چتر لاندې د ځمکو د غصب پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د افغان هندو باورانو او سیکانو د غصب شویو ملکیتونو د خلاصون لپاره هم ځانګړې هڅې پیل کړې دي.

طالب چارواکو په دې لړ کې کابل ته، له کاناډا څخه په لغوه شوې ولسي جرګه کې د افغان هندو باورانو او سیکانو د استازي د بېرته ستنېدو نریندار سینګ د ستنید خبر هم ورکړی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دوی د هندو باورانو او سیکانو د غصب شویو ملکیتونو د خلاصون په اړه د طالبانو د رژیم هڅې یو مثبت بدلون ګڼي او هرکلی یې کوي.

طالب چارواکو تر اوسه نه دي روښانه کړي، چې په مشخص ډول یې د هندو باورانو او سیکانو د غصب شویو ملکیتونو د خلاصون لپاره څه لاسته راوړنې شته؟

یو شمېر افغانانو هم د طالب چارواکو د اعلان هرکلی کړی او ویلي، چې د عملي پایلو په تمه یې دي.

د افغان هندو باورانو او سیکانو یو زیات شمېر کورونه او ملکیتونه د ډاکټر نجیب الله په  مشرۍ د حکومت له سقوط او د پخوانیو جهادي تنظیمونو له واک ته رسېدو سره په نویمه لمریزه لسیزه کې غصب شول.

د دغه غصب زیات تور پر پخوانیو جنګسالارانو پورې و.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو او د افغان هندو باورانو او سیکانو خلاف ظاهراً د داعش ډلې د ګواښونو له زیاتیدو سره، د دوی تقریباً ټولو کورنیو له افغانستانه کډې وړلو ته مخه کړه.

طالب چارواکو په وروستیو کې د دوی د بېرته هېواد ته ستنیدو د هڅو خبر هم ورکړی، خو منتقدان یې پرې شکمن دي او وایي، چې د طالبانو افراطي کړنې او پالېسۍ له هېواده د ورځ تر بله زیاتیدونکي مهاجرت سبب شوي.

2 COMMENTS

  1. هندو باورو ته خو به مونږه هندوان ویلې. د هند باشنده ته به مو هندي ویلې او دا ستاسې هندوباور ته مو هندو ویلې.

  2. دا د هندو باور الفاظ د لطیف پدرام او نورو متعصبو او سیکتاریستي ډلو د کسانو اصطلاحات ؤو.
    موږ خو پخوا هندوان او سیکان بلل چي د افغانستان د پاکو او خدمتګارو بچيانو له جملې څخه ؤو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب