سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپه ۳ ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله د ۱۰ تنو...

په ۳ ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله د ۱۰ تنو مرګ ژوبله

تاند( شنبه، د حمل ۲۵ مه) په پروان، کندهار او هلمند ولایتونو کې د ترافیکي پېښې، ځمکې ښوېیدنې او تندر غورځېدو د بېلابېلو پېښو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د پروان لپاره د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د یوه سراچه ډوله او بار وړونکي موټر د ټکر له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې بیا پرون د ځمکې ښوېیدنې له امله یو تن وژل شوی.

د هلمند په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې بیا د تندر غورځېدو د دوو پېښو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

ځایي طالب چارواکو ټولې پېښې رسنیو ته تایید کړې دي.

دوی له زیانمنو خلکو؛ په ځانګړي ډول د ځمکې ښوېیدو او تندر غورځېدو له زیانمنو سره د مرستو په تړاو څه نه دي ویلي.

د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال د داسې پېښو زیانمنو خلکو سره د دولت له لوري مرستې کېدې، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د داسې مرستو خبرونه نه لیدل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب