دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د مارانو د باچا لور | محمود مرهون

د مارانو د باچا لور | محمود مرهون

پخوا په روم کي یو پاچا وو یو زوی يې درلودی شاهزاده فرید نومېدی ډېر غښتلی او مېړنی ځوان وو پاچا د ښکار ډېر شوقي وو اکثره به ځنګلو ته ولاړی هلته به یې ښکارونه کول. یو وخت د ګرمۍ موسم وو د پاچا ښکار ته زړه وغوښت امر یې وکړی چي د ښکار تیاری ونیسئ. د ښکار لپاره یې تیاری ونیوی په دا بله ورځ پاچا سره د خپلي کابینې په ښکار ووتی تر ماښامه پورې یې په ځنګله کي ښکار وکړی کله چي لمر پرېوتی تیاره سوه پاچا او نورو ملګرو د خپلو اسانو مخونه بیرته د ښار پر خوا را وګرځول نیمه لار یې لا نه وه پرې کړې پاچا یوه ډېره ښایسته هوسۍ ولیدله دستي یې کمانې ته غشی ور واچاوه پسې خطا یې کړی. نښان خطا سو هوسۍ ولاړه په ځنګله ننوتله پاچا ته خښم ورغی نورو ملګرو ته یې ویل تاسي ولاړسئ زه په دې هوسۍ پسي ځم که خدای کول ژر به یې ونیسم.

د پاچا ملګري مجبوره سوه کورو ته ولاړه پاچا آس په هوسۍ پسي وځغلاوه مګر هوسۍ ډېر چابکه وه دلته تیاره هم سوه په ځنګله کي د لاس ګوتي نه معلومېدلې پاچا تر ښه ډېره پوري په هوسۍ پسې وو آخر هوسۍ ځني ورکه سوه. پاچا فکر وکړی چي هوسۍ خو را څخه ولاړه نه یې سم پیدا کولای بیرته راوګرځېدی تر ځنګله لا نه وو راوتلی د یوې ښځې ژړا یې واورېدله پاچا حیران سو چي دلته په دې تور ځنګله کي ښځه د کمي خوا سوه وبېرېدی ویل داسي نه وي چي روې وي وروسته یې فکر وکړی چي کيدلای سي رښتیا هم یو ښځه وي. پاچا د ژړا خوا ته ور نژدې سو ښځه د یوه زاړه څا پر غاړه ناسته وه پاچا آس نژدې ورته وتړی که ګوري داسي ښایسته ښځه ده چي توبه زاړه کالي یې اغوستي وه ده پوښتنه ځني وکړه چي اې ښځي ته څوک یې او دلته په دې ځنګله کي څه کوې او ولي ژاړې؟ ښځي جواب نه ورکوى باچا وروسته بيا ورته وويل زه د دې وطن پاچا یم دا راته ووایه چي چا پر تا باندې ظلم کړی دی؟ د ښځې تر سترګو اوښکي بهېدلې ویل زه ثمینه نومېږم پلار مي مړ سو اکا مي ډېر ظالم سړی دی زما د پلار تر مرګ وروسته یې زموږ ټول دولت لاندي کړی زه یې دلته په دې ځنګله کي یوازي پرېښوولم چي لېوان او پړانګان مي وخوري.

 د پاچا ډېر زړه پر وسوځى دستي یې پرېکړه وکړه چي بې وارثه ښځه ده خپل کور ته به یې بوزم واده به ورسره وکړم. پاچا خو کونډ سړی وو اوله ښځه یې کلونه کلونه پخوا مړه سوې وه ښځه یې پر آس سپره کړه د کور پر خوا روان سو. په دا بله ورځ پاچا د ثمینې سره واده وکړی اوس نو ثمینه د پاچا ملکه سوه په ټول وطن کي خوشالۍ سوې پاچا اووه ورځي د ښار  دټولو خلکو مېلمستیا وکړه بېسده یې ماړه کړه هر سړي پاچا او ملکې ته دعاوي کولې. یو څه عمر چي تېر سو پاچا ناجوړه سو هر څه دواوي چي یې وکړې فایده یې نه کوله ورځ په ورځ ډنګرېدی د بدن غوښه یې ویلېدله شاهزاده فرید وزیر او نور درباریان ډېر پرېشانه وه د ليري وطنو څخه یې طبیبان ورته راوغوښتل چي د پاچا علاج وکړي. طبیبان چي راغله پاچا یې وکتی دواوي یې ورکړې مګر پاچا هیڅ فایده نه ورسره کوله آخر تر دې اندازې راورسېدی چي خورک و څښک ځني پاته سو.

 شاهزاده فرید ډېر غمجن سو پلار ته چي به یې وکتل سترګي یې ننوتلي وې رنګ یې تک ژړ اوښتی وو د خبرو ولوېدی شاهزاده فرید د ښار تر ټولو لوی کوډګر ته ورغی هغه یې راوستى کوډګر چي باچا ته وکتل شاهزاده ته یې ویل چي پلار دي د ملکې د لاسه دغه اندازې ته را رسېدلی دی. شاهزاده جګ وغورځېدی ویل دا څه وایې ملکې څه په کړي دي؟ کوډګر چي سليمان نومېدی شاهزاده ته یې ویل ما د کوډو د رویه معلومه کړه او راته معلومه سوه چي ملکه په اصل کي د انسانانو د ذاته څخه نه ده بلکي د مارانو د پاچا زوی دی. وروسته سليمان ویل ملکه اصلاً ډېر خطرناک او زهرجن مار دی دا خبره واوره کله چي ماران د پنځوسوو کالو سي بیا نو چي وغواړي د هغه شي په بڼه کيدلای سي ملکه هم یو مار  وو چي  پنځوسوو کالو ته ورسېدی وروسته یې ځان د ښځي په بڼه کی اوس هره شپه د پاچا په بدن کي لږ لږ زهر داخلوي ځبېښي یې مګر پاچا په ځان نه پوهیږي. شاهزاده فرید ویل مګر د دې د پاچا سره څه دښمني پاته ده ولې یې په بدن کي زهر ور داخلوي؟ کوډګر ورته ویل شاهزاده لس کاله مخ کي پاچا په ځنګله کي یو مار وژلي وو دغه مار د ده ورور وو اوس ملکه د خپل ورور د مرګ غچ د پاچا څخه اخلي ملکه کولای سي چي په یوه پلا پاچا مړ کړي مګر دا یې په یوه پلا نه وژني کرار کرار یې په بدن کي زهر ور داخلوي چي په تکلیف مړ سي. شاهزاده ته خورا خښم ورغی توره یې د پوښه وکښله کوډګر ته یې ویل زه هم دا اوس بدبخته او ظالمه ملکه ځای پر ځای وژنم.

کوډګر ویل شاهزاده ته اوس داسي کار مه کوه داسي نه وي چي تلوار څخه کار واخلې تاوان درته پېښ سي. شاهزاده پوښتنه ځني وکړه ښه نو اوس زه څه وکړم؟ کوډګر ورته ویل شاهزاده ته ملکه  هغه وخت وژلای سې چي د مار په بڼه وي او په یوه وار به یې په غشي پر سر ولې که دي واری خطا ولاړی غرق یې کړې تر بل واري پوري دي نه پرېږدي. وروسته کوډګر شاهزاده ته ویل زه تا ته یوه مخصوصه دوا در کوم نن ماخوستن چي یې ډوډۍ درته را واخیستله ته به په ډېره هوښیارۍ سره دغه دوا دملکې په اوبو کي ور ګډوې. کله چي ملکې ډوډۍ وخوړله د شپې به ملکه د دوا په تاثیر ډېره تږې سي وروسته چي هر څه پېښ سول هغه به ته په خپلو سترګو ووینې ستا باید دونه پام وي چي ملکه شک درڅخه وا نه خلي کنې ټوله کار به خراب سي.

شاهزاده د کوډګر څخه دوا واخیستله کور ته راغی ماخوستن چي یې ډوډۍ را واخیستله ده پټ د ملکې د اوبو په ګیلاس کي دوا ور واچوله ملکه نه سوه په خبره اوبه یې و څښلې یو ګړی بعد شاهزاده فرید د سترخان څخه ولاړ سو ملکې ته یې ویل ما ته خوب راځي ځم بیدېږم. شاهزاده فرید د پاچا د بیدېدو خوني ته ورغی هلته د اوبو منګی پروت وو هغه یې چپه کړی اوبه یې ځني توی کړې. وروسته بهر راووتی خپلي خوني ته راغی یو ګړی بعد ملکه خپلي خوني ته ورغله شاهزاده د خپلي خوني څخه راووتی په ملکې پسې یې د خوني دروازه د دباندي څخه کولپ کړه غشی او کمانه یې د ځانه سره واخیستل د خوني روښندان ته ور وختی هلته ورته پټ سو.

 پاچا او ملکه دواړه بیده سول. نیمه شپه وه ملکه د تندي څخه راپورته سوه چي منګي ته ورغله که ګوري په منګي کي اوبه نسته ملکې غوښتل چي بهر ووزي اوبه وڅښي مګر چي دروازه یې راکش کړه دروازه د بهر خوا څخه یو چا تړلې وه نه خلاصېدله. شاهزاده د روښندان څخه ورته کتل. ملکه د تندي په عذاب سوه پرېشانه سوه چي څه وکړم اوبه به چیري پیدا کړم چي وې څښم ځان په اوبه کړم. شاوخوا یې وکتل یو کوچنی غار یې ولیدی چي د خوني څخه بهر وتلی وو فکر یې وکړی چي باید تر دې سري بهر ووزم. ملکي چي پاچا ته وکتل پاچا په خواږه خوب بیده و زړه یې بې غمه سو چي پاچا خو بیده دی نه را خبرېږي. سوری ډېر کوچنی وو پشي لا نه سوای تر وتلای ملکه مجبوره سوه چي ځان د مار په بڼه کړي تر سوري ووزي آبس ملکې پر ځان منتر و وایه یو دم د ما رپه بڼه سوه کرار تر سري ووتله. شاهزاده خو تر روښندان ورته کتل د کوډګر خبره رښتیا وختله د ډيري وارخطایي څخه یې لاسونه مړه سوه غشی او کمانه یې په لاس کي وه مګر پر مار یې وار و نه کړی. شاهزاده د روښندان څخه راکښته سو د باغ خوا ته ورغی فکر يې کوى چي د اوبو حوض خو په باغ کي دی مار حوض ته ځان رسوي. مار چي تر خوني راووتى مخامخ د باغ حوض ته ورغى شاهزاده فرید په پسې وو د څورلسمي سپوږمۍ راختلې وه رڼا وه مار چي حوض ته ورسېدی پر اوبو باندي غوټه سو ښه یې ځان په اوبه کړی شاهزاده فرید ورته کتل وروسته مار د باغ څخه راووتی د ځنګله پر خوا یې مخ ونیوی شاهزاده سم دلاسه په پسې سو اوس نو مار د مخه دی شاهزاده فرید په پسې دی یو وخت ته مار ځنګله ته ورسېدی د یوه غار مخ ته ودرېدی په زوره یې پښ وهل. یو ګړی بعد د غار څخه یو بل مار راووتی خورا غټ و او تک شین رنګ یې وو وروسته دواړو مارانو سرونه سره وجنګول بیا یې اتڼ شروع کړی.

 شاهزاده فرید وختي لا درختي ته ختلی وو دهغه ځای څخه یې مارانو ته کتل غشی یې کماني ته اچولی وو د موقعې په انتظار وو چي کله به واری پر کوم. کله چي د مار سر د ده و خوا ته سو ده د خدای نوم واخیست غشی یې پسې خطا کړ. مار یې پر سر په غشي وویشتى په دې وخت کي مار کوښښ وکړی چي بیرته د ملکې په بڼه سي د سر خوا یې د ملا پورى د ملکې په بڼه سوه لکۍ یې لا پاته وه چي سا یې وختله مړ سو.

هغه بل مار چي دغه کیفیت ولیدی په غضب سو تر خوله یې اورونه غورځېدل په دې وخت کي شاهزده فرید پر سترګه په غشي وویشتى مار یې په یوه سترګه ړوند کى دستي یې بل غشی ورته کش کی په دا بله سترګه یې هم ړوند کی. مار په دواړو سترګو ړوند سو اوس یې په سترګو هیڅ نه لیدل شاهزاده د درختي څخه راکښته سو ښه نژدې ورته راغی توره یې ورسره را سمه کړه د مار څخه یې سر غوټ پرې کی. هغه بل مار یې هم و وژى وروسته شاهزاده په غار ننوتی چي داسي نه وي په غار کي نور ماران اوسېږي کله چي په غار ننوتی که ګوري د انسانانو په سوو ککرۍ او هډوکي پراته دي. دا د هغو مسافرو هډوکي وه چي په دې ځنګله کي تېرېدل دغه مار به پر پېښ سو اول به یې مړ کړی وروسته به یې خپلې غار ته یووړی هلته به یې په کراره وخوړی.

 شاهزاده فرید چي بیرته د غار څخه راووتی د مار څخه یې یوه اوږده رښکۍ پرې کړه وروسته یې د مار سر پرې کړی زهر مهره یې ځني راوکښله. زهر مهره دغه خاصیت لري چي زهر ځبېښي بیا شاهزاده د ملکي مړی راواخیست دلته نو د سهار وخت نژدې و چي شاهزاده شاهي ماڼۍ ته ورسېدی ورغی د پاچا خوني ته. پاچا بیده وو شاهزاده راویښ کړی ټوله کیسه یې ورته وکړه چي داسي مي ملکه او یو بل مار ووژل. پاچا د ډېر دهشته څخه ولړزېدی وروسته چي یې ماغزه پر کراره سوه پر خپل زوی یې افرین ووایه ویل زویه دا خو دي ما ته نوی ژوند راوبخښی ډېر ښه سو چي دغه ظالمه دي و وژله. شاهزاده اوبه راوغښتلې زهر مهره یې ور واچلوه یو ګړی بعد یې اوبه په باچا و څښلې. اوبه تر اندازه زیاتي ترخې او بدبویه وې پاچا په یو تکلیف و څښلې خوا یې پر ګرځېدله آخر یې لړمون را ډک سو قی یې وواهه د میاشتو زهر چي یې په بدن کي جمع سوي وه هغه یې ټول قی کړه. پاچا په دوې درې ورځي کی جګ جوړ سو وروسته یې د ملکې مړي ته اور ور واچاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب