دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+غزل/ عبدالباري جهاني

غزل/ عبدالباري جهاني

کشکي دي سینګارکم له نظر څخه بېرېږمه

زه د بدو سترګو له اثر څخه بېرېږمه

ګوندي له مُلا څخه آذان د سهار وتښتي

شپه مي اوږدومه له سحر څخه بېرېږمه

ستا تر قدمونو به رقیب سجدې در ولېږي

پټ یې د لستوڼي له خنجر څخه بېرېږمه

ستا له کوه قافه یې پردي قفس ته راوړمه

اوس مي په وزر کي له شهپر څخه بېرېږمه

پټ به مي ساتمه له اغیار څخه لانده لېمه

نن د خپلو اوښکو له ګودر څخه بېرېږمه

ما چي په تیارو کي د ځوانۍ کلونه خاوري کړل

خوښ یم په خلوت کي اوس له لمر څخه بېرېږمه

ما مي له پېړیو د ساحل تمه شلولې ده

اوس نه له څپو نه سمندر څخه بېرېږمه

زه لکه شبنم ژوند مي یوه شپه تر  سهاره دی

څنګه به مرګیه ستا له شر څخه بېرېږمه

ما چي جهاني قدم اخیستی دی اورونه دي

ولي به پر سکروټو له سفر څخه بېرېږمه.

د ۲۰۲۴ کال د اپریل د میاشتي دریمه، ویرجینیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب