سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونههرات کې د اختطاف په تور د ۲ ښځو نیول کېدل

هرات کې د اختطاف په تور د ۲ ښځو نیول کېدل

تاند( جمعه، د حمل ۲۴ مه) د طالبانو کورنيو چارو وزارت، په هرات کې د انسان تښوونکو له منګولو څخه د يوې ماشومې د ژغورلو خبر ورکړی دی.

د ياد شوي وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: ‏”د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ اړوند د امن عامه پولیسو، د یو لړ پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ يوه پنځه کلنه فهیمه نومې ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.”

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه ماشومه ٩ ورځې وړاندې د یاد ولایت د اوومې حوزې له مربوطاتو څخه د دوو ښځو له خوا تښتول شوې وه.

ويل شوي چې د قضیې په تړاو دوه انسان تښتوونکې د پوليسو له خوا نيول شوې دي.

1 COMMENT

  1. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پېښې زیاتې شوي، چې عمده دلیل یې د اقتصادي او بشري ناورین شدت ګڼل کیږي.

    دادلیل لیکل د حقیقت نه ډیر لری اودروغ دی د داسی پیښو اصلی لامل کورنی اوټولنیز غلط تربیت دی د تاریخ په اوږدو کی به دا ثابته نه کړای شی چی یو څوک دی د لوږی له لاسه د بل تښتولو ته اقدام وکړی د نن نه څو کاله وړاندی چی د ډالرو بوجی د امریکا له خوا راوړل کیدی او ویشل کیدی بیا هم د داسی پیښو ګراف ډیر لوړ وو عاملین یی هم د ډیر ثروت لاس ته راوړلو مافیا وه نه د کمزوی اقتصاد والا خلک لطفا د غلط قضاوت څخه ډده وکړی ،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب