دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه فرانسه کې یوه افغان دوه تنه په دې خاطر په چاړه...

په فرانسه کې یوه افغان دوه تنه په دې خاطر په چاړه ووهل چې هغو شراب څښل

تاند (جمعه، د حمل ۲۴ مه) په فرانسه کې یوه افغان چې په دوو تنو د شراب څښلو په خاطر په غوسه شوی و، د چاړې وارونه وکړل او یو یې ځای پر ځای وواژه.

په دې پېښه کې بل تن ټپي شوی دی.

فرانسوي رسنیو نن راپور ورکړ چې دا پېښه د چهارشنبې په ماښام د دغه هیواد د جنوب لوېدیځ په بوردو ښار کې شوې ده.

له پېښې څو شېبې وروسته پولیسو پر حمله کوونکي ډزې وکړې او ویې واژه ځکه چې ده پولیسو ته هم ګواښ کاوه چې هغوی هم وهي.

دا پېښه د بوردو ښار د سین په غاړه، چې سیلانیان پکې ډیر وي، شوې ده.

د بوردو د پولیسو څارنوال خبریالانو ته وویل، قاتل د دوو تنو خوا ته، چې الکول یې څښل، لاړ او هغوی ته یې وویل چې ولې شراب څښي، هغوی په ځواب کې ورته وویل چې دا د دوی شخصي کار دی، له ده سره ارتباط نه لري خو ده پرې چاړه راوایسته او پر دواړو یې حمله وکړه.

د فرانسې لیموند ورځپاڼې ویلي چې حمله کوونکي کمیس او پرتوګ اغوستي وو او مخ یې پر څادر پټ کړی و.

وژل شوی او ټپي کس د الجزایر اتباع دي.

ټپي کس ویلي چې حمله کوونکي، ماته ګوډه فرانسوي ویله، دوی ته ورغی او په غوسه یې دوی ته وویل چې د اختر په ورځ بیر ونه څښي.

د پېښې شاهدان وايي چې حمله کوونکي، مخکې تر دې چې د پېښې له ځایه وخوځي، د چاړې اووه وارونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب