Homeخبرونهپښتونخوا کې اختر؛ ګڼ کسان د لامبو او چکر پر وخت اوبو...

پښتونخوا کې اختر؛ ګڼ کسان د لامبو او چکر پر وخت اوبو کې ډوب شوي

تاند( جمعه، د حمل ۲۴ مه) د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د داختریزو چکرونو او لامبو وهلو پر وخت ګڼ کسان سېندونو ډوب کړي.

د راپورونو له مخې، دا پېښې په نوښار، چارسده او کواټ سیمو کې شوې دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې د اختر په دويمه ورځ د پښتونخوا په نوښار، چارسده او کوهاټ کې لږ ترلږه ۱۸ تنه اوبو ډوب کړي، چې له دې ډلې اته کسان ژوندي ژغورل شوي دي.‏

ویل شوي، چې له دغو کسانو څخه ځینو یې د سیندونو منځ کې په کښتیو کې چکرې وهلې او ځینو لمبل، چې اوبو ډوب کړي دي.

ورته پېښې د افغانستان په نورو سیمو کې هم کیږي، چې ډېر ځله د ځاني تلفاتو سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...