سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد شبرغان – مزارشریف د پایپ لاین ۶۰٪ کار بشپړ شوی

د شبرغان – مزارشریف د پایپ لاین ۶۰٪ کار بشپړ شوی

تاند (جمعه، د حمل ۲۴مه) د کانونو او پیترولیم وزارت وايي، د شبرغان- مزارشریف د ګازو د نللیکې د جوړولو ۶۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د دغه وزارت ویندوی وویل، دا پایپ لاین، چې څه باندې ۹۵ کیلومتره دی، په نژدې ۷ میلیارد افغانۍ جوړېږي.

د کانونو او پیترولیم وزارت پر اساس، د افغانستان د شمال د ګازو لویې زېرمې په یتیم طاق، خواجه ګوګرد او جرقُدق کې دي چې په قانوني ډول استخراجیږي.

د کانونو او پیترولیم وزارت د ویندوی همایون افغان په وینا د شبرغان – مزارشریف پایپ لاین به د ورځې یو نیم میلیون مترمکعب ګاز مزارشریف ته ولېږدوي.

د شبرغان به په مزارشریف کې صنعتي پارک ته هم انتقال شي چې فابریکې ورڅخه کار واخلي.

د کانونو او پیترولیم وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې د شبرغان- مزارشریف د پایپ لاین پاته ۴ سلنه کار به کله بشپړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب