Homeخبرونهیوناما: پښتو د نړۍ څلورمه ژبه وه چې په فضا کې پرې...

یوناما: پښتو د نړۍ څلورمه ژبه وه چې په فضا کې پرې خبرې وشوې

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۴ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما نن فضا ته د انسان د ختو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې پښتو د نړۍ څلورمه ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې وشوې.

له نن څخه ۶۳ کاله پخوا د اپریل په دوولسمه روسي ستورمزلی یوري ګاکارین لومړنی کس و چې فضا ته یې سفر وکړ.

یوناما وايي، دې سفر مرسته وکړه چې فضا ته د انسانانو لار پرانیستل شي.

عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې په ۱۹۸۸ م کال کې فضا ته لاړ او په فضايي تمځي کې یې ۹ ورځې تېرې کړې.

د ۱۹۶۱ کال د اپرېل په ۱۲ مه فضا ته د ګاګارین سفر د امریکا پر وړاندې سیالۍ کې د شوروي اتحاد لپاره یوه ستره بریا وه، او بېرته ځمکې ته راګرځېدل یې داسې بریالیتوب و چې سترګې پرې نشوې پټېدلی.

خو ګاګارین د تاریخ جوړولو لپاره داسې خطرناکې ننګونې ته ځان ورکړ چې خورا ډېره زړورتیا یې غوښته.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...