جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد چاعښت د مخنیوي لپاره هیدفون راووت

د چاعښت د مخنیوي لپاره هیدفون راووت

تاند- داسي هیدفون یا هیدسیټ جوړ شو چې د مازغو د عصبونو د تحریکولو په وسیله د انسان بدن تېرباسي او په نتیجه کې یې د بدن وازګې ویلي کېږي.

ماډیس (Modius) کمپنۍ د (Neurovalens Modius) په نوم دا هیدفون جوړ کړی دی.

چاغښت د نړۍ په اکثرو شتمنو او پرمختللیو هیوادونو کې د د ډېرو انسانانو تر ټولو لویه ستونزه ده. د چاغښت د مخنیوي لپاره راز راز درمل جوړېږي او ډېر خلک یې اړ ایستلي چې زیات سپورت او لږ خوراک وکړي.

خو ډېر خلک دا کارونه نه شي کولی.

د نوي جوړ شوي هیدفون یوه ځانګړتیا دا ده چې د انسان مازغو ته داسې نښې استوي چې ګواکي موړ دی. هغه ته همداراز داسي تصور پیدا کوي چې ډېر خوراک یې کړی او همدا اوس سپورت کوي.

دا هیدفون په ظاهر کې د عادي هیدفونونو په شان دی.

د دغه هیدفون کاروونکو ته ویل شوي چې د ورځې باید ۵ ځلې هر وار ۴۵ دقیقې ورڅخه کار واخلي.

په لومړنیو څېړنو کې څرګنده شوې چې په ۱۶ ورځو کې د بدن په سلوکې ۸ وازګه ویلي کوي.

د دغه هیدفون اوسنۍ بیه ۲۰۰ ډالره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب