Homeداسې هم شتهساینسد انسان څېره پېژندونکی ملفون راووت

د انسان څېره پېژندونکی ملفون راووت

تاند- په هند کې د ځیرک موبایل ټېلفونونو یوې کمپنۍ داسې ملفون جوړ کړ چې د انسان څېره پېژني او د پوځي وسایلو د کلکوالي اندازه ښيي.

ایل جي کمپنۍ په وروستیو ورځو کې د Q د لړۍ (سریز) لومړنی ملفون په هند کې نندارې ته وړاندې کړ.

دا موبایل، چې (LGQ6) نومېږي، په جولای کې په جنوبي کوریا کې هم ښودل شوی و.

د (LGQ6) ملفون شیشه ۵.۵ اینچه ده، فول روزولوشن یې ایچ ډي 2160X1080 دی.

د دغه ملفون په نورو ځانګړتیاوو کې د شا ۱۳ او د مخې ۵ پیکسلي کمره او ۳ ګیګابایټي رم او ۳۲ ګیګابایټه حافظه ده.

په دغه موبایل ټېلفون کې ۳ زره امپایري بېټرۍ کارول شوې. دغه راز له (4G، LTE) او وای فای سره د وصل کېدو وړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...