پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخپلواکيد اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل...

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په  افغانانو د نړۍ له لویې امپراتورۍ نه، چی په قلمرو کې یې لمر نه ډوبیده، خپله آزادی واخیسته او افغانستان د نړی د ازادو ملکونو په کتار کې حساب شو. دا هغه ورځ ده چی د افغانستان په تاریخ د بلی هری ورځی په نسبت خلکو ته د احترام او درناوی وړ ده، د دی ورځی له یا دیدو سره سم افغانانو ته د هغه چا نوم او خاطری هم ور یادیږی چی د دی ویاړلی ورځی قهر مان ده او د هغه تر لارښونی لاندی افغانانو خپله ازادی واخیسته دا ستر او ملی قهرمان غازی امان الله خان ده چی د ټولو افغانانو په زړونو کې خاص او د قدر وړ ځای لری. غازی آمان الله خان ا میر حبیب الله خان دریم ځوی وو چی د پلار له شهادت نه وروسته ئی واکې تر لاسه کړی. غازی آمان الله داسی یو شخص وو چی د وطن، ازادی او خلکو سره ئی بی حسابه مینه لرله.

همدا علت ده چی افغان ولس هم له هغه سره مینه لری او د هغه نوم په ډیر عزت او درناوی سره یاده وی. کله چی غازی امان الله خان پاچا شو نو په اوله اونی کې ئی په خپل لمړنی پیغام کې خلکو ته د وطن د خپلواکی زیری ورکړ، هغه په یوه لویه غونډه کې چی د عیدګاه په جومات کې جوړه شوی وه خلکو ته په وینا کې داسی وویل (زه خپل ټول نجیب ملت او وطنوالو ته دا زیری ورکوم چی ما د پاچاهی تاج د دی لپاره په سر باندی ایښی ده چی افغانانو ته کورنی او بهرنی خپلواکی تر لاسه کړم ، زه به دا خپله نظامی دریښی تر هغه وخته له خپله تنه و نه باسم تر څو می چی خپل مورنی وطن ته د خپلواکی کالی نه وی ورکړی، زه به دا خپله توره تر هغه وخته په پو ښ کې کې نږدم تر څو می چی د ملت د حقوقو غصب کوونکی په ځای نه وی کېنولی) او د خلکو نه ئی و غوښتل چی د دی مقدس ارمان د پوره کولو په لاره کې له ده سره مرسته وکړی. کله چی امان الله خان ولیدل چی انګریزان د هغه د مکتوب په ځواب ورکولو کې چی په هغه کې له انګریانو غوښتل شوی وو چی باید ژر تر ژره دافغانستان خپلواکی په رسمیت و پیژنی ځنډ راولی نو د ۱۹۱۹ کال د اپریل د میاشتی په ۱۳ نیټه ئی په یوه لویه غونډه کې چی په هغه کې د بریتانیا سفیر هم ناست وو داسی وویل« ما ځان او خپل هیواد په ټولو کورنیو او بهرنیو پریکړو کې خپلواک اعلان کړی دی، وروسته له دی زموږ هیواد د نورو خپلواکو هیوادونو په څیر خپلواک دی اود نړۍ هیڅ یوه طاقت ته به د سر د یوه ویښته په اندازه هم اجازه ورنکړم چی زموږ په کورنیو او بهرنیو چارو کې مداخله وکړي او که چا مداخله وکړه نو سر به یې په همدې توره ووهم.» او بیا ئی د مخ د برطانیی سفیر ته واړاوو او ورته وویل چی پوه شوی هغه په ډیر احترام سره ځواب ورکړ چی بلی صاحب پوه شوم. غازی امان الله خان که له یوې خوا افغانستان ته خپلواکی واخیسته له بلې خوا یې تر اس��عمار لاندی ملکونوته لاره خلاصه کړه چی که دوی وغواړی نو کولای شی د افغنستان په شان خپلواک ملکونه شی او همدا د افغانستان خپلواکی وه چی وروسته بیا په هند او د اسیا او افریقا په نورو هیوادونو کې د خپلواکی جنبشونه را منځ ته شول او ورو ورو هیوادونو خپلی خپلواکی تر لاسه کړی. موږ په داسی حال کې چی د اسد ۲۸ ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له برمه ډکه ورځ ګڼو او هغه لمانځو د غازی امان الله خان او د ازادۍ د لارې شهیدانو ته د دعا لاس پورته کوو او د لوی خدای له درباره ورته د فردوس جنت غوښتنه کوو.

—————————–

محمد اجمل زرمتی په اذربایجان کې د د دیپلوماسی او نړیوالو اړیکو په څانګه کې د ماسترۍ د دورې محصل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب