جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهراپورونه: د سالنګ بدیله لاره د واورو له امله تړل شوې

راپورونه: د سالنګ بدیله لاره د واورو له امله تړل شوې

تاند:( شنبه، د میزان ۷مه) د افغانستان له شمالي سالنګونو راپورونه ښيي، چې تېره شپه د سالنګ په بدیله لاره(خاواک) کې د واورې وریدو له امله څو ځایه ترافیکي لاره د خلکو پر مخ تړل شوې وه.

یو شمېر مساپرو رسنیو ته ویلي، چې له دې امله ستونزو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان له یو شمېر ختیزو او سویل ختیزو ولایتونو څخه د بارانونو او سېلونو خبرونه ورکړل شوي.

ویل شوي، چې دغو سېلونو او ورښتونو ځینې کورونه ویجاړ او لارې خرابې کړې دي.

د طبیعي پېښو زیانمن شوي خلک دوی سره د بېړنیو مرستو غوښتنه لري.

د سالنګ لاره د طالبانو له لوري له څه مودې راهیسې بیا رغول کیږی او د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

افغانستان په وروستیو دوو کلونو کې سختو طبیعي پېښو زیانمن کړی.

نړیوال بنسټونه وړاندوینه لري، چې دغه هېواد به نور هم له اقلیمي بدلونونو اغېزمن او زیانونو سره مخ شي.

دوی د طالبانو رژیم هم د ظرفیتونو د نه لرلو او هم د نه مشروعیت له امله د دغو پېښو او زیانونو د مقابلې لپاره پاتې بولي.

د طالبانو در یاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر څو ځله له نړیوالو غوښتي، چې د سیاسي توپیرونو له نظر کې نیولو پرته، د هغو پروژو تطبیق ته پاملرنه وکړي، چې د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال یې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې پلان کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب