یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهمحبوبه سراج د سولې نوبل جایزې ترلاسه کولو ته یو بل ګام...

محبوبه سراج د سولې نوبل جایزې ترلاسه کولو ته یو بل ګام نږدې شوه

تاند:(شنبه، د میزان ۷مه) د افغانستان د ښځو مشهوره فعاله محبوبه سراج د سولې د نوبل جایزې د ګټلو لپاره د نوماندانو وروستي نوملړ کې شامله شوه.

دغه جایزه د اوسلو د سولې انستیتوت له لوري ورکول کیږي، چې محبوبه سراج سره په ګډه د جایزې ترلاسه کولو لپاره یې د ایران ښځینه فعاله نرګس محمدي هم ملګرې کړې ده.

محبوبه سراج، چې د افغانستان د اوسپنیز امیر( عبدالرحمان خان) لمسۍ ده، په ۲۰۰۳ کې له ۲۶ کلنې جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستنه شوې او لا هم د ښځواو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغې په مختلفو نړیوالو غونډو کې د طالبانو د رژیم کړنې نقد کړي او هم یې د دوی د ځینو مثبتو ټکیو یادونه کړې ده.

اغلې سراج د طالبانو مشران بللي، چې ورسره خبرو ته کیني او د ښځو د حقونو په اړه بحث ته حاضر شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب