یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهطالبانو د مطیع الله ویسا دوسیه خپلې محکمې ته لېږلې

طالبانو د مطیع الله ویسا دوسیه خپلې محکمې ته لېږلې

تاند: (شنبه، د میزان ۷ مه) د افغانستان د مشهور تعلیمي فعال مطیع الله ویسا ورور عطا الله ویسا خبر ورکړی، چې د طالبانو رژیم د هغه د دغه بندي ورور دوسیه له شپږ میاشتیني ځنډ وروسته خپلې محکمې ته لېږلې ده.

طالبانو پر ښاغلي ویسا تور پورې کړی و، چې خپلسرې او مشکوکې کړنې ترسره کوي.

د هغه کورنۍ دا ادعاوې رد کړې وې، خو اوس اندېښنه لري چې طالبانو له نوموړي جبري اعترافونه نه وي اخیستي.

د طالبانو له زندانونو یو شمېر خوشې شویو فعالانو تل ادعا کړې، چې د دوی استخبارات له بندي کړو کسانو په زوره اعترافونه اخلي او د سند په توګه یې پر ضد کاروي.

مطیع الله ویسا د قلم لار په نوم د یوې تعلیمي ټولنې مشر و، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې یې کلیوالي ښوونځي او کتابتونونه جوړول.

هغه نږدې شپږ میاشتې مخکې طالبانو بندي او د ګڼو افغان او نړیوالو بنسټونو له غوښتنو سره- سره بیرته خوشې نه کړ.

د طالبانو چارواکو د نوموړي د محاکمې په اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم:
    تاسی چی دی بنیادهخبرو ته دومره هوا ورکوی صرف دوه کالونه فیر شوی کومه پیړی نه ده تیره شوی که بګرام او ابوغریب مات شوه ګونتانامو خو تر اوسه هم نه دی تړل شوی تاسی ولی دونه کمزوری حافظه لری چی دا ظلمونه اوجبری اعترافونه مو هیر کړل ډیره بی انصافی ده دا اسلامی تحقیق دی په دی کی د هیچا حق نه ضایع کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب