Homeخبرونهد ۱۰ زره افغانیو لپاره د ملګري د مرګ پلان؛ طالبان: یو...

د ۱۰ زره افغانیو لپاره د ملګري د مرګ پلان؛ طالبان: یو عامل مو نیولی

تاند:(شنبه، د میزان ۷مه) په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې د ۱۰ زره افغانیو په بدل کې یې د خپل ملګري د وژلو پلان جوړونکي څو کسان نیولي.

د طالبانو د سیمه ییزې ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا پېښه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په زنګویي سیمه کې پلان شوې وه.

په اعلامیه کې راغلي:« درې ملګري په چکر تللي وو او له ډلې يې دوو تنو غوښتل خپل درېيم ملګری د ۱۰ زره افغانيو په بدل کې زندۍ او په قتل ورسوي، چې د لومړي امنيتي حوزې مسوولينو ځانونه پر وخت سیمې ته رسولي او ياد تن یې له وژل کېدو ژغورلی، چې يو تن يې نيول شوی او بل يې تښتیدلی»

 سرچینې د بل کس د نیولو د هڅو خبر هم ورکړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې فقر، بې کاري او بشري ناورین اوج ته رسیدلی، چې ویل کیږي جنایي پېښې هم ورسره زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...