سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېکړکۍ بندېږي| محمدنعمان دوست

کړکۍ بندېږي| محمدنعمان دوست

له کابو نیمې پیړۍ راهیسې، شیرین وطن مو له موږ سره یو ځای د  جګړو په اور کې سوزي. د دې اور بل ساتلو ته هر وخت بیلابیل دلایل تراشل شوي او د تراشلو دا لړۍ لا هم له اوجه نه ده غورځیدلې. عجیبه لوبه ده؛ یوه ډله چې ښه ستړې شي؛ نو پښیمانه شي خو ځای یې ژر بله ډله ونیسي او بیا چې د دوی د پښیمانۍ وخت رسیږي، نو هدیرې دومره غځیدلې وي چې مکوه پوښتنه.

په دې خونړۍ موده کې بار بار د سولې لپاره امیدونه هم را ټوکیدلي؛ خو لا په حقیقت نه دي بدل شوي. موږ لکه جل وهلي لارویان په اتشي دښته کې د سولې سرابونو پسې له کلونو راهیسې منډې وهو.

دا ځل د خلکو هیلې  قطر پورې وتړل شوې. هغه هیواد چې زموږ د وطن د سرسبزۍ په اوج کې خړه دښته و؛ خو چې د جګړې له بلا ګانو په امن پاتې شو؛ نو اوس یې زموږ وطن په مقابل کې یوه سپیره او سوزیدلې دښته ښکاري.

دا دی د قطر په مفشن هیواد کې د وږي او در په دره وطن د استازو له بې خونده بنډارونو کابو یوه نیمه میاشت په پوره کیدو ده؛ خو لا د خوشحالۍ زیری نشته. لا پر خپل ړنګ شوي وطن د زړه سوزیدو هیله نشته او لا…

عجیبه ده؛ د سولې مرکچي پلاوی هره ورځ او شپه په قطر کې ښيښه یي دنګۍ ماڼۍ ویني، د شپې څراغان ښارونه ویني، ارام، اسوده، خوشاله او په ګیډه ماړه خلک ویني؛ خو هیڅ ننداره یې د خپل وطن غمځپلی حالت سترګو ته نه دروي.

هیڅکله په ګریوانه کې سر نه ښکته کوي او له ځانه، نه پوښتي چې اخر ولې، د نورې دنیا خلک دې ارام وي، خوشاله دې وي، ورځ په ورځ دې پرمختګونه کوي خو افغانستان کې دې اور بل وي. ورځ په ورځ دې ړنګیږي. ورځ په ورځ دې سوزیږي او هره ورځ دې د چناري قدونو لو ګډ وي.

د قطر بې خونده او بې ګټې بنډار اوږد شو. دې بې پرمختګه غځیدا نور خلک ستړي کړل، قطر به هم زیاتی ستړی وي. د دې ستړيا اندازه د خلیلزاد له وروستیو خبرو څرګندیږي. هغه ویلي: کړکۍ به د تل لپاره پرانیستې نه وي!

کیدای شي همداسې وشي، هغه کړکۍ چې موږ ورته په تمه و چې سپینه کوتره به ترې راووځي؛ په بندیدو ده او باید بنده شي. ځکه په چا څه سخته ده چې له ټولو قیمتي هوټل دې د داسې خلکو خدمت ته وقف کړي چې یوازې خوراک او څښاک ته یې اړولي وي.  نه د خپل وطن د ړنګیدو په کیسه کې وي او نه د خپلو خلکو د وژل کیدو. او دا ځکه چې د دې جګړې قیمت یوازې ولس ورکوي.

د دې قیمت په اړه د یوناما راپور هیښوونکی دی. د راپور په حواله د ۲۰۲۰ کال له پیل راهیسې تر دې مهاله ۲۱۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان دي!

په دوی کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې شمیره نه ده شامله. که هغه هم ورسره جمع شي، شمیره ډيره لوړیږي. دا داسې بې مفهومه جګړه ده چې ګټه یې خدای خبر څوک اخلي؛ خو د هر یوه په وژلو درد زموږ ولس ته رسیږي. په داسې فقیر هیواد کې ، چې مټور ځوانان پکې د بیکارۍ له شامته نشو ته پناه وړي، د یتیمانو ، کونډو او بې سرپرسته کورنیو ګراف لوړیږي.

دردونکی حالت دی، ناهیله کوونکی حالت دی. موږ اور اخیستی، لمبې رانه چاپیره دي؛ خو یو مسلمان  ګاونډی ،چې د اوبو غټ پایپ ورسره دی، وايي چې یو څو میاشتې نور هم دا اور وزغمئ. کیدای شي اوبه در وپاشو!
د محمد عمر داودزي له خبرو همدا څرګندیږي. هغه، اسلام اباد کې  بي بي سي ته ویلي چې پاکستاني چارواکیو ورته ډاډ ورکړی چې د کال تر پایه به جنګ بندي اعلان شي!
نن د ۲۰۲۰ خونړي کال د لسمې میاشتې ۲۸مه ده. که پاکستان په خپله ژمنه کې صادق هم وي، نو کابو دوه میاشتې نور هم باید مرګ ژوبلې ته چمتو اوسو. سلګونه او حتی زرګونه هیوادوال باید نور هم مصرف کې ورکړو او…

و د جګړې ښکیلو غاړو!
هیڅ هدف په دې نه ارزي چې د ترلاسه کولو لپاره دې د خپلو مسلمانانو وینه تویه شي
هیڅ مرام د دې ارزښت نه لري چې د ترلاسه کولو لپاره دې یو وطن په کنډواله بدل شي
او…خیر دی؛
له ضدیت تېر شئ. د خپل وطن یتیمان، بې سرپرسته کورنۍ، ځوانې کونډې، بورې میندې او… راپه زړه کړئ.
دښمنۍ ته نه ووایئ،  اوس خو به مو کافي مقوي غذاوې خوړلي وي، د قطر هوټل کې یو بل په غیږ کې دومره ټینګ کړئ چې په زړونو کې مو د دښمنۍ احساسات داسې ټوک ټوک شي چې بیا هیڅ د پورته کیدو توان پیدا نکړي.

۱۳۹۹، د لیندۍ ۷مه

2 COMMENTS

  1. سلام
    نیمه پېړۍ ډېر وخت دی په دې پېړۍ کې موږ دکړکۍ بندیدل خو څه کوې کړکۍ اصلا نه پېژنو.وایی چې یوه دله سویان ګیدړانو ته لاړل اووېل چې موږ غواړو د ګورربتو/ عقابانو سره جګړه وکړو تاسې موږسره مرسته کوۍ؟ ګیدړو وویل چې که موږ ته ستاسو بې زړه توب او دګوربتو شهامت ،شجاعت او هیبت معلوم نه وای ضرور به مو ستاسو سره مرسته کړې وه !
    پټکې او ګواښ لا هم زموږ فرهنګ سره ملګری دی
    موږ تول د جګړې محراق اولامل پېژنو ټول ښه پوهېږو چې دغه کړکېچ زموږ د تېرو ناوړو سهوو اوخطاوو پېټی دی او ددې پیټی علاج په تنهایی نه کیږی. دیووالی شهامت به کار دی
    موږ باور لرو چې پردی موږته دتل لپاره نشی پاتې کېدای حتما به وځی نن یا سبا چې ډېر پاتې شی تر بل سبا! شجاعت دادی چې موږ خپلو کې راټول شو .یووالی ،ملی حاکمیت ،امن او سکون ته درناوی وکړو او دفساد به وړاندې کلکه مبارزه.وکړو
    هیبت دادی :موږ هروخت اوپه ډېره اسانۍ داچیغې او نارې وهو چې جګړه پر موږ تحمل شوې ده او جنګ استخباراتی دی. مهمه دداده چې موږ بیا دڅه لپاره یو تریلیون دالره لګښت لرو معهذا اردو ،کابینه ،تجهییزات او لوژستیکی ډر نامې اوبر نامې دکوم ضرورت لباره؟. ګر ضرورت بود روا باشد!
    دافغانستان کورنۍ لانجه ژور ابعادلری ترڅو چې په هغو کی بنستیزه بدلون رانه شی اوملی حاکمیت ته درناوی ونه شی له بهر ګټې دوامدارې بایله ن لری.
    په اصلی معضله باندې سوچ کول په کار دی . ستا لیکنه عالی برخې لری زه تاسره منم

  2. په دروغه (دوحه) کې داکړکۍ نه ده – داهغه لومه ده چې دجلیلل باز اوآی ، اس ، آی له خوا افغانانو ته ایښودل شوې وه – دامریکې دکمپیاین لپاره او دخيټوغوړولو لپاره یوه لابی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب