شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهچین: له افغان سولې او د نړیوالې اجماع له پیاوړتیا سره مرسته...

چین: له افغان سولې او د نړیوالې اجماع له پیاوړتیا سره مرسته کوو

تاند(یکشنبه، د حوت ۲۴) چین وايي د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې هڅه کوي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي او د سولې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

چین ویلي چې دوی د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دغه راز به د استانبول او مسکو په غونډو کې خپله همکاري نه سپموي.

چین دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکي دي او په دې تړاو به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

حنیف اتمر هم ویلي چې د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو لپاره د چین همکاري خورا مهمه ده.

دواړو لورو همدا راز د ګډو ګواښونو پر سر خبرې کړې دي او د هغو د له منځه وړلو پر لارو چارو یې بحث کړی دی.

په ورته وخت کې افغان او امریکايي لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کېنټ مکینزي سره کتلي دي.

افغان او امریکايي چارواکو پر روان تاوتریخوالي خبرې کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب