جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهافغان او امریکايي چارواکو پر روان تاوتریخوالي خبرې کړي

افغان او امریکايي چارواکو پر روان تاوتریخوالي خبرې کړي

تاند(یکشنبه، د حوت ۲۴) د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کېنټ مکینزي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې چې ګڼ نور افغان چارواکي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم شامل و، پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي.

اعلامیې زیاته کړې چې دواړو لورو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ژر تر ژره یې د جګړو پر کمېدو ټينګار کړی دی.

دوی همدا راز د سولې پر وروستیو پرمختګونو او له افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ هم بحثونه کړي دي.

په ورته وخت کې ملګري ملتونو ویلي، د افغانستان د سولې له مسئلې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی په افغانستان کې ددایمي سولې غوښتونکي دي او له هغه پرېکړو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه ترسره کېږي.

سټیفان زیاته کړې چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ګڼو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه په دې تړاو مثبت ګامونه اخلي.

د نوموړي په وینا، دوی له قطر، امریکا، روسیې، ترکیې او نورو ګڼو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه وایي، تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي او افغانان په خپل هېواد کې سوله ییز او امن ژوند ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب