Home+نصرت حقپرست خپل مکسيکويي سيال مات کړ

نصرت حقپرست خپل مکسيکويي سيال مات کړ

تاند ( یک شنبه، د حوت ۲۴) د آزادې مبارزې پياوړي افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل مکسيکويي سيال رفا ګارسيا ته ماته ورکړه.

دا لوبه تېره شپه شاوخوا ۳ نیمې بجې ترسره شوه.

په “يو ايف سي” سازمان کې حقپرست د لوبې دريو راونډونو يا پړاوونو څخه وروسته د ډېرو امتيازونو اخيستلو له مخې رفا ګارسيا ته ماته ورکړه.

د معلوماتو له مخې د حقپرست سیال رفا ګارسیا تر دا مهاله هیڅ ماته نه درلوده.

دا د نصرت حقپرست دیارلسمه بریا ده چې په خپل نوم یې ثبتوي.

په ټولنیزه مېډيا کې هم د دغې بریا مبارکیانې لر او بر کېږي او دا ستر ویاړ بلل شوی دی.

د یادونې ده چې له دې وړاندې یو بل د سوک وهنې افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د آزادو سیالیو په یوه لوبه کې خپل اذربایجاني سیال ته ماتې ورکړې وه.

افغان فري فایټر خپل اذربایجانی سیال مات کړ

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...