جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت وايي نړیوال د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي

دفاع وزارت وايي نړیوال د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دي

تاند ( یک شنبه، د حوت ۲۴) د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان پوځ به د تېر په څېر بیا ځلې مات نه شي ځکه نړیواله ټولنه یې ملاتړ ته ژمنه ده .

میاخېل وایي نړيواله ټولنه او افغان حکومت د پوځ د ساتنې او پیاوړي کولو لپاره ځانګړي پلانونه لري.

د نوموړي په خبره افغان سرتېرو په وروستیو څو کلونو کې ۹۷ سلنه عملیات په خپله ترسره کوي، مهمې تجربې ترلاسه کړې او پیاوړي دي.

میاخېل دغه راز ویلي چې لا هم په افغانستان کې د القاعده په څېر نړیوالې ترهګرې ډلې موجودې دي چې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه اړ ده څو له افغان ځواکونو سره د سیمې د امنیت لپاره مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د جګړې زور اخیستی او چارواکي وایي،د ډېری عملیاتو مشري افغان ځواکونه کوي.

خو بل لورته عام افغانان بیا هیله من دي چې ژر سوله راشي او روانه جګړه پای ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب