جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد څرخي پله زندان کې د نښتې له امله ۵ کسانو ته...

د څرخي پله زندان کې د نښتې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه د حوت ۲۴) د زندانونو د تنظیم اداره تاییدوي چې د څرخي پله زندان کې د زندانیانو تر منځ نښته شوې او پنځه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې دغه نښته پرون ماښام مهال د زندان د اووم او اتم بلاکونو د زندانیانو ترمنځ شوې ده.

د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي، په دغه نښته کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې نښته وروسته د امنیتي ځواکونو په مداخلې سره پای ته رسېدلې او اوسمهال وضعیت کنټرول دی.

د فرهاد بایاني په خبره چې ددې پېښې په هکله څېړنې پیل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...