دوشنبه, مې 20, 2024
Homeد ماشوم پالنههغه خواړه چې د مور شيدې زیاتوي

هغه خواړه چې د مور شيدې زیاتوي

تاند ( یکشنبه، د کب ۲۴)  د مور شيدو یا شودو کمښت هغه څه دي، چې نوی زېږېدلی ماشوم په راتلونکې کې له ګڼو ستونزو سره مخ کوي او دا ستونزه ډېری وختونه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې مور ماشوم وزېږوي.

که چېرې د مور له شيدو پرته ماشوم ته هر څومره خواړه ورکړل شي، د مور د شيدو ځای نه نیسي.

ډېریو خلکو ته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې څه وکړي، ترڅو د ماشوم لپاره د مور شيدې زیاتې کړي.

۱۰- ډوله هغه خواړه چې د مور د شيدو په ډېروالي کې مرسته کوي په لاندې ډول دي.

۱- د وربشو اوبه

که څه هم د وربشو اوبه ډېرې بې خونده دي؛ خو په ټوله کې دا هغه خواړه دي چې د مور د شيدو په زیاتوالي کې د ضامن په توګه رول لوبوي.

۲- باديان

یوه قاشوغه د وچو بادیانو دانې له شيدو سره وخوټوئ او مور ته یې ورکړئ.

۳- لبلبو او د لبلبو پاڼې/ ځینې خلک ورته چغندر هم وایي:

لبلبو یا چغندر او د هغو له پاڼو نه سوپ جوړ کړئ او بیا یې وکاروئ، چې د مور د شيدو په زیاتولو کې رغنده رول لوبولی شي.

۴- اوږه

شپږ یا ۷ پلیه اوږه په غوړو کې سره کړئ او بیا یې د ماشوم مور ته له پلو سره ورکړئ.

۵: کونځلې

که څه هم د وربشو اوبه ډېرې بې خونده دي؛ خو په ټوله کې دا هغه خواړه دي چې د مور د شيدو په زیاتوالي کې د ضامن په توګه رول لوبوي.

۶- ګازرې

ګازرې وخوټوئ او د سهار لخوا یې په نهاره مور ته ورکړئ، چې دا هم د مور د شيدو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبوي.

۷- اوبه او د مېوې اوبه

د اوبو څښاک او د مېوې د اوبو څښل هغه څه دي چې د مور شيدې زیاتوي؛ دا ځکه د مور شيدې زیاتوي چې په دغه موده کې د مور د بدن اوبه کمېږي او له همدې امله شيدې هم وسره کمېږي.

۸- شین کدو او ټېنډه

شین کدو او ټېنډه هغه خواړه دي چې هم د مور د بدن اوبه زیاتوي او هم د شيدو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبوي.

۹- بادام

بادام هم یو له هغو خوړو څخه دي چې د مور شيدې زیاتولی شي.

۱۰- خواږه الوګان یا کچالو او زردالو هم له هغو خوړو څخه دي چې د مور شيدې زیاتوي.

که پورته شيان ميندې په ځان عملي کړي، د روغتياپالانو په باور ميندې به هېڅ د شيدو له کمښت سره مخ نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب