تاند(یکشنبه، د حوت ۲۴) د بغلان ولایت پولیس ادعا کوي، چې بهر ته یې د څلور ماشومانو د قاچاق کېدلو مخه نيولې ده.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند احمد جاوید بشارت ویلي، یو انسان تښتونکي چې غوښتل یې څلور ماشومان له بغلان ولایت څخه یو بهرني هېواد ته قاچاق کړي، له جنایي جرمونو سره د مبارزې د پولیسو له لوري ونیول شو.
بشارت زیاته کړې چې یاد ماشومان یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
که څه هم بشارت د ماشومانو د عمرونو په اړه څه نه دي ویلي، خو په خبره یې، چې د بلخ ولایت اصلي اوسیدونکي دي.
انساني قاچاق په افغانستان کې یو له هغو ستونزو څخه ده، چې له کالونو راهیسې دوام لري او ډیر کله یې عاملین د پولیسو له لوري نیول کیږي.
په همدې تړاو څه موده وړاندې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي خبرداری ورکړی و که چیرې په هېواد کې د انساني قاچاق مخه ونه نیول شي، نو په افغانستان به د نړیوالو له لوري ګڼ شمېر بندیزونه ولګول شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت رییس وویل چې د عبدالروف د تښتونې په تړاو ۵۵ کسان چې ټول د القاعده شبکې غړي دي نیول شوي دي.
څو ورځې وړاندې ولسمشر غني ګواښ کړی و چې که چېرې عبدالرووف د اختطاف چیانو له منګولو ونه ژغورل شي د بلخ ټول ځايي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.
د عبدالرووف په نوم ۹ کلن ماشوم نژدې څلور میاشتې وړاندې په بلخ کې هغه مهال چې ښوونځي ته پر لاره و د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو.