پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Home+«ژورناليستیک اصطلاحات» کتاب چاپ شو!

«ژورناليستیک اصطلاحات» کتاب چاپ شو!

فقیرمحمد فقیرزی

پوهان وایي « په اصطلاحاتو پوهېدل مو له مسلکي تېروتنو ژغوري!»

یقینا چې په هر مسلک کې د اصطلاحاتو پېژندل اړین دي، که له دې پوهې پرته په خپلو خبرو کې د یوه بل مسلک اصطلاح کاروو او بیا یې په مفهوم نه پوهېږو، چې سمه مو وکاروله که تېروتنه مو وکړه دا هم عیب دی.

د رسنیز ډګر په چاپېریال کې، چې له څو کلونو راهیسې ګرځېدم په ژورنالېزم کې دا تشه ډېره احساسېده؛ د هرچا له خولې به مې اورېدل چې خبریالان یعنې د رسنیو د کارکوونکو ترمنځ تفکیک نه کېده، چې څوک څه کاره دي.

په هره رسنۍ به چې د هغې رسنۍ کومه کړنه ترسره کړه هغه ته به د خبریال خطاب کېده حال دا چې د رسنۍ هر کارمند خبریال نه دی، موږ ته په رسنیو کې د هر کارمند ځای ځای ګوټی معلوم شوی او هرڅوک خپله کاري دنده پر مخ وړي.

په رسنیو کې کار کول لوی مسوولیت دی، هرټکی یې د یو مسوولیت له مخې وړاندې کېږي؛ نو لازمه ده چې په دې ډګر کې له هرټکي او اصطلاح سره ډېر محتاطانه چلند وشي.

موږ هم همدې تشې ته په کتو لازمه وبلله، چې د ژورنالېزم په ډګر کې داسې یو اثر باندې کار وکړو څو د هر مسلک لوستونکی یې په لوستلو په دې وپوهېږي، چې په رسنیو کې کارکوونکي څوک او څه کاره دي.

«ژورنالېستیک اصطلاحات» په جلال آباد کې «سهارخپروندویه ټولنې» چاپ کړی دی.

دا کتاب ۹۴ صفحې دی او شاوخوا ۵۵۰ ژورناليستي اصطلاحات په کې تعریف شوي دي.

په دې کتاب کې مو د نورو مسلکونو هغه اصطلاحات، چې په ژورنالېزم کې ډېر کارېږي هم راوړي دي او اړتیا ځکه وه، چې په خبریالۍ او رسنیز کار کې ډېر کارېدونکي اصطلاحات وو.
دا نوی پيل دی او د ژورنالېزم په ډګر کې ډېر کار ته اړتیا ده څو؛ دا ډګر په پښتو ژبه غني آثار ومومي او هڅې هم ورته روانې دي. د ژوند په هر ډګر کې تېروتنې هم وي. موږ په پوره توان د ننګرهار او لغمان پوهنتون له درنو استادانو سره په همغږۍ په دې کتاب کې د تېروتنو مخنیوی کړی خو؛ بیاهم که مو په دې اثر کې کومه تېروتنه ولیده نو په خپلې لویې حوصلې مو وبخښئ او تر موږ یې راورسوئ. موږ به هڅه وکړو ټول راټول او د راتلونکي چاپ پرمهال اصلاحات رامنځته کړو.

باوري یو د کتاب پر لوستلو به پښېمانه نه شئ!

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب