تاند- د مصنوعي ذهانت په وسیله په (Deep Nostalgia) سیستم کې خپل پخواني عکسونه تر یوه حده ژوندي کولی شئ.
که په ډیپ ناستالجیا سیستم کې خپل یا د بل چا عکس کښېږدئ نو وبه وینئ چې د څېرې ځینې برخې د مصنوعي ذهانت په وسیله ژوندۍ یا متحرکه کېږي.
دا په تصویر جوړولو کې د مصنوعي ذاهنت د ودې ښودنه کوي. مصنوعي ذاهنت اټکل کوي چې که تاسو (د عکس خاوند) سترګې یا مخ خوځولی نو څرنګه به ښکارېدئ. البته دا د پخوانیو عکسونو لپاره جوړ شوی، هغه مهال چې لا ډېرو خلکو د ویدیو امکانان ته لرل.
که په دې (Deep Nostalgia) ویبپاڼه کې اکاونټ جوړ کړئ خپل یا د بل چا ۵ عکسونه وړیا متحرک کولی شئ. وبه وینئ چې سترګې مو یوې یا بلې خوا ته اوړي او باڼه مو ښوري.
ځینې تصویرونه ډېر طبیعي ښيي خو ځینې ښايي د څېرې خاوند ته ډېر ورته نه وي.