Homeخبرونهد هدفي بریدونو دوام؛ جلال اباد او غزني کې درې تنه ووژل...

د هدفي بریدونو دوام؛ جلال اباد او غزني کې درې تنه ووژل شول

تاند (یکشنبه د حوت ۲۴) د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا ۸ بجې په جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسله والو پر یوه پولیس ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، دوه تنه وسله وال چې مخونه یې پټ و د برېښنا ریاست یو پولیس چې په خپله دنده بوخت و د تومانچې په ډزو وواژه.

د دوی په وینا بریدکوونکو وروسته د وژل شوي پولیس وسله واخیسته او د هوايي ډزو په کولو سره له سیمې په تېښته بریالي شول.

باید وویل شي چې تېره ورځ ناوخته د جلال اباد ښار په کمپونو سیمه کې هم یو کس چې هویت یې معلوم نه دی، په ډزو وژل شوی او عاملین یې تښتېدلي دي.

بله خوا نن سهار د غزني ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژانده وسله والو ددغه ولایت د استیناف محکمې یو کارکوونکی وژلی دی.

د غزني ولایت مقام رسنیو ته ویلي چې دغه کس له خپله کوره د دفتر پر لور روان و چې ناپېژانده وسله والو برید ورباندې وکړ.

تر اوسه ددې پېښو مسؤلیت کوم چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

دا بریدونه په داسې مهال کېږي چې تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستي هدفي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ددې ډول بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د م. م امنیت شورا په افغانستان کې د هدفي وژنو د سملاسي بندېدو غوښتنه وکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...