یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاندرابي: افغان ځواکونو طالبانو ته وښوده چې د خپلې خاورې د دفاع...

اندرابي: افغان ځواکونو طالبانو ته وښوده چې د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري

تاند ( یکشنبه، د کب ۲۴)  د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي وايي، افغان امنيتي ځواکونو سږ کال طالبانو ته وښوده چې دوی له خپلې خاورې د دفاع وړتيا لري او طالبان نه شي کولی چې سيمې ورڅخه ونيسي.

نوموړي له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره دا څرګندونې داسې مهال کړي چې ګڼ شمېر بهرني سیاستوال په دې باور دي که له افغانستانه امریکایي ځواکونه ووځي، نو امینتي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې د مقاومت توان ونه لري او افغانستان به یو ځل بیا په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېږي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه کولی شي خپلې سیمې وساتي، خو احتمال شته، چې د متحده ایالاتو له هوایي ملاتړ پرته لرو پرتو سیمو کې له یو څه ستونزو سره مخ شي.

اندرابي په خپلو خبرو کې وایي: ((افغان امنيتي ځواکونه د پلازمېنې، ښارونو او سيمو دفاع ته بشپړ چمتو دي لکه څنګه چې موږ همدا اوس حاضر يو. موږ فکر کوو چې افغان امنیتي ځواکونو سږ کال طالبانو ته ثابته کړې چې دوی به د دې توان ونه لري چې له افغان ځواکونو سمیې ونیسي.))

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي خبرداری ورکړی چې طالبان لا هم له القاعده ډلې سره نږدې او ژورې اړیکې لري او که چېرې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو تېرې شل کلنې لاسته راوړنې به یې له لاسه ووځي او افغانستان کې به نړۍ واله ترهګري رامنځ ته شي.

اندرابي وایي، که چېرې نړۍ وال ځواکونه په غیر مسوولانه توګه افغانستان پرېږدي، نو دا به په دغه هېواد کې د ترهګرۍ رامنځ ته کولو ته زمینه برابره کړي.

د نوموړي دا خبرداری په داسې مهال ورکول کېږي چې اوسمهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنه دی او که امریکا د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي، نو د می تر لومړۍ نېټې باید خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د طالبانو او امریکا تر منځ په تړون کې یو شرط دا دی، چې دغه ډله باید له القاعده ډلې سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړې او تاوتریخوالی کم کړي.

خو د افغان حکومت، افغان ولسونو سربېره امریکا، ناټو او ملګري ملتونه لا هم وسله وال طالبان د تاوتریخوالي پر زیاتوالي او له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره په اړیکو تورنوي؛ مګر طالبانو بیا تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب