Homeخبرونهکابل کې د انسان تښتوونکو ۴ کسیزه ډله نېول شوې

کابل کې د انسان تښتوونکو ۴ کسیزه ډله نېول شوې

تاند ( یکشنبه، د کب ۲۴)  کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو د څلور کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل پولیسو د کشفي معلوماتو په اساس د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند ګمرک سیمه کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ډله نیولې ده.

خبرپاڼه وایي، یادې ډلې د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالي کې یو کس تښتولی و او غوښتل یې بلې سیمې ته یې ولېږدوي چې د لنډې نښتې په ترڅ کې د پولیسو له لوري نیول شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، تښتول شوی کس د انسان تښوونکو له منګولو ژغورل شوی او همداراز یوه وسله یوه پایه مخابره او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه دغه راز وایي، د کابل ګډ امنیتي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالي په اوزبین سیمه کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه کسه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو درې میاشتې وړاندې د بلخ ولایت مزارشریف ښار څخه د عبدالرووف په نوم یو ماشوم د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی؛ خو افغان حکومت یې لا هم په پیدا کولو کې نه دی بریالی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...