Homeروغتیاد سرطان د تشخیص نوې لار وموندل شوه

د سرطان د تشخیص نوې لار وموندل شوه

تاند- څېړونکو وايي، د وینې د ازموینې یا ټیست کولو یوه نوې طریقه یې موندلې چې د ۸ ډوله سرطاني تومورونو د خپرېدو مخه نیسي.

د ستراټسمن ورځپاڼې د جورنال ساینس د راپور له مخې ویلي، مخکې تر دې چې د سرطان د ناروغۍ د پېژندلو دا طریقه عامو خلکو ته وړاندې شي، پکار ده چې نورې ازموینې یې ویشي.

دا طریقه کینسر سیک (CancerSEEK) نومېږي او لګښت یې ۵۰۰ ډالره دی.

دا څېړنه د امریکا په جان هاپکینز پوهنتون کې شوی.

څېړونکو دا شیوه د سرطان په ۱۰۰۵ تنو ازمویلې او د سرطان ناروغي یې په هغوی کې تشخیص کړې ده.

دوی وايي چې دا طریقه په مجموع کې په سلو کې ۷۰ دقیقه ثابته شوې ده.

د دغو کسانو په رحم، ځیګر، نس، پانقراص او سینې کې سرطاني غُدې تشخیص شوې.

د کینسر سیک هدف دا دی چې سرطان مخکې تر دې تشخیص شي چې د انسان په بدن کې خپور او درملنه یې سخته شي.

حاضردمه د سرطان په ناروغۍ کې تر ټولو مشکله مسله همدا ده چې ډېر ځلې ناروغي ژر نه تشخیص کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...