شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد هېواد مشهوره سندرغاړې افسانه مړه شوه

د هېواد مشهوره سندرغاړې افسانه مړه شوه

تاند( یک شنبه، د حوت ۲۴) د هېواد مشهوره سندر غاړې  افسانه په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.

مېرمن افسانه د هېواد له پخوانیو وتلو سندرغاړو څخه ده، چې اوس یې هم مینه وال په ذوق سره سندرې اوري.

د هنر سرلاري لیکي چې مېرمن افسانه مهربانه او له هېوادنۍ مېنې ډکه مېرمن وه.

دوی وایي: هغې به تل هڅه کوله د هېوادوالو لاسنیوی وکړي .

له میرمن افسانې څخه د ملي راډیو ټلویزیون په آرشیفونو کې له استاد مهوش سره د غبرګو غږونو په ګډون ډېرې ثبت شوې سندرې  هم پاتې شوې.

نوموړې د ديموکراتیک جمهوریت پرمهال « د تبر طلائي» په میله کې د ريښتینولۍ مډال ترلاسه کړ.

هغه په ۲۰۰۴ کال کې د ژورناليستانو د نړیوالې ټولنې له لوري د اتریش په ویانا ښار کې  د ((بانوی اوازخوان کشور)) په نوم جایزه واخیسته.

مېرمن افسانې له دې پرته ګڼې نورې جایزې هم ترلاسه کړې دي.

وروستۍ جایزه یې په ۲۰۱۱ کال کې ترلاسه کړې ده.

هغه په کال ۱۳۹۰ په هېواد کې د شته ستونزو له امله  دا ځای پرېښوده او آلمان ته لاړه او تر ننه هملته یې ژوند ته د پای ټکی کېښود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب