په دې وروستيو کې د افغان کريکټ ملي لوبډلې ښې ځليدا د هېوادوالو هیلې زیاتې کړي دي او وخت ناوخت د کريکټ بورډ پر مسولينو نرمې او تندې نیوکې کوي.
له کله چې واک ميرويس اشرف او نصيب خان ته سپارل شوی، ورسره په ځينو برخو کې ښه والی راغلی او د ملي لوبډلې چټک پرمختګ يې ښه بېلګه ده.
د نوي حکومت په راتګ سره اړیکې ترینګلي وې، خو دوی د کريکټ نړېوالې شورا، اسيايي شورا قناعت حاصل کړ او کريکټ يې د سياست ښکار نه کړ، خو په دې وروستيو کې د بورډ مسولین د يو شمېر ننګونو سره مخ دي، چې لاندې يې يادونه کوو:
۱- د نړېوالو لوبغالو شتون: کريکټ بورډ د کال په اخر کې د خپلو کړنو مالومات وړاندې کوي، خو تر اوسه يې و نه ويل، چې د کريکټ نړېوالې شورا، اسيايي شورا او مالي ملاتړو څومره کلني عوايد لري؟
د کريکټ مينه وال په اوس کې دا غوښتنه لري، چې افغانستان د کريکټ نړېوالې شورا بشپړ غړی هېواد دی، خو دا شرم دی، چې يو نړيوال معياري لوبغالی نه لري. کريکټ بورډ تل وعدې کوي او په عمل کې يې څه نه ښکاري. دوی وايي، چې که کابل نړیوال لوبغالی نه جوړيږي، نو اقلا دې د خوست او ننګرهار لوبغالي معياري شي، چې لږ تر لږه خو داخلي لوبې د شپې ترسره شي او دا لګښتونه د خپلو عوايدو او همکاره هېوادونو ترلاسه کيدلی شي.
۲- د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر تغيير: حشمت شهيدي له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کريکټ ملي لوبډلې برخه ده، چې څو کاله مخکې د ټېسټ او يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، چې په لوبډلمشرۍ کې يې لوبډلې انګلېنډ، پاکستان، سريلانکا، سويلي افريقا او نورو پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې، خو پدې وروستيو کې په لوبډله بوج دی او ځای يې نه جوړيږي، چې د لوبډلې برخه شي. کله چې اصغر ستانکزی لوبډلمشر شو، نو په لوبډله کې يې د ډلبازيو تخم وشینده او ځورواکي يې کوله چې هغه اوس ټولو ته پاتې ده.
حشمت اوس وخت کې تش په نوم لوبډلمشر دی او ټول واک د راشد، نبي او ورسره ډلې ده، نو ښه ده، چې يو ورځنۍ لوبې پریږدې او ټېسټ کريکټ وکړي، جالبه يې دا، چې تر سلو پورې يې لوبې کړي، خو يوه سليزه هم نلري او ټو ډاون کې يې کم سټرايک ريټ لوبډله په فريشر اخته کوي او غوره لوبغاری بايد دلته ولوبیږي. لوبډلمشرۍ کې يې غوره بديلونه راشد خان، ابراهيم، عضمت الله او ګربز کېدلی شي او ټو ډاون کې دروېش/نجيب الله.
داسې اوازې هم خپرې شوي، چې حشمت استعفا کوي، خو له بورډ څخه د مناسبې دندې غوښتنه لري.
۳- د افغان پرېمر ليګ ترسره کول: کالونه وړاندې د مشعل په وخت کې په لومړي ځل د APL ليګ پيل شو، چې لومړی پړاو يې د پنځو لوبډلو په شتون کې متحده عربي امارتو کې ترسره شو، خو په ليګ کې د درغليو په وجه دغه ليګ وځنډيد او هر کال يې د بورډ مشران د ترسراوي ژمنې کوي، خو کال واوړي.
دغه تجارتي ليګ کريکټ بورډ ته په زياته اندازه مالي تمويل ورکوي، ښه لوبغاړي ورکوي، لوبغاړو او تخنيکي سټاپ ته کارموندنه کيږي او مناسبه ګټه ترلاسه کوي، چې ترسره کول يې اړين دي او اوس مهال د نیوزیلنډ پرته ټول ستر او واړه هېوادونه خپل ليګونه لري او ګټه ترې ترلاسه کوي.
دا هغه درې سترې ننګونې دي، چې د کريکټ بورډ مشران ورسره مخ دي او ترڅنګ يې د لوبغاړو قراردادونه نه رسنيز کول، کمې لوبلړۍ، د تخنيکي کسانو او لوبغاړو فرار، د لوبغاړو ځورواکي او يو شمېر نورې ستونزې هم د هېوادوالو د زړه خبرې دي، چې بورډ پکې پاتې راغلی دی.
منظم پلان او غوره ستراتيژي دا ټولې ننګونې په فرصتونو بدلولی شي، خو هغه وخت چې سپيڅلي عقيده او کلک هوډ موجود وي، د سمت پرستۍ، انډيوالۍ او تبعيض پرته په کار پوه کسان په اړونده برخو کې وګمارل شي او د اضافي تشکيل او لګښتونو مخه ونيول شي.